لاس رسیدونکی لینک

کراچۍ : بمي چاؤدنه کې د يوې زنانه په گډون څلور کسان وژل شوي ، ۳۰ ژوبل


د مظهر مشواني په وينا پېښه کې د يوې لاقانونه گرځول شوې ډلې دوه گرپونه ککړ دي .

د کراچۍ ښار د خوندي سيمې ډيفنس سره نزدې دهلي کالونۍ کې د يو جمات مخې ته بمي چاؤدنه شوې ، چې پکې د يوې زنانه په گډون څلور کسان وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل شوي دي .


د کراچۍ ښار د خوندي سيمې ډيفنس سره نزدې دهلي کالونۍ کې د يو جمات مخې ته بمي چاؤدنه شوې ، چې پکې د يوې زنانه په گډون څلور کسان وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل شوي دي .
د ملک تر ټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ په دهلي کالونۍ کې د جومات نه بهر دغه چاؤدنه په داسې حال کې شوي ، چې خلک د نمونځ نه بهر راوتل .
پوليس چارواکي وايي يوه رکشه کې بارودي مواد اېښودل شوي او هغه چاؤل شوي دي .
پېښه کې مړي او ژوبل جناح روغتون ته وړل شوي دي . د جناح روغتون مشرې ډاکټرې سيمي جمالي وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، روغتون ته د يوې زنانه په گډون څلور مړي راوړل او نور ۳۰ ژوبل راوړل شوي دي .
هغې ووئيل د زنانه پيژندگلو نه ده شوې ، او په ژوبلو کې د پينځه کسانو روغتيايي حالت مرگونی دی .
د سي ائي ډي پوليس د مشر مظهر مشواني په وينا چاؤديدونکي مواد په رکشه کې اېښودل شوې ، او پينځه کلو بارودي مواد او درې کلو نټ بولټونه پکې کارول شوي دي .
د مظهر مشواني په وينا پېښه کې د يوې لاقانونه گرځول شوې ډلې دوه گرپونه ککړ دي .
د ښار د غربي ضلعې د پوليس مشر ډي ائي جې عبدالخالق شيخ ترمخه دا نه ده مالومه چې د چاؤدنې هدف څوک وو ، خو د چاؤدنې په وخت په دغه ځايې کې سرکاري چارواکي هم تيريدل . خو پېښه کې د سرکاري چارواکو د مرگ ژوبلې خبر مخې ته نه دی راغلی .
د چارواکو په وينا د پېښې پلټنې کوي ، او د هغې وروستو به د چاؤدنې ټول تفصيل مخې ته راشي .
د چاؤدنې له امله په ځائي ولاړ ۱۲ گاډي رکشې اوموټر سائيکلې هم تباه شوي دي .
د کراچۍ ښار په پخوانۍ سبزۍ منډۍ سيمه کې د زيارت په ورځ هم يو ځان مرگي بريد کې د يو پوليس افسر انسپکټر شفيق تنولي په گډون څلور کسان وژل شوي ، او د ۱۵ نه زيات نور ژوبل شوي وو .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG