لاس رسیدونکی لینک

کراچۍ : بمي چاؤدنه کې دوه کسان وژل شوي


دغه بمي چاؤدنه د قصبې کالونۍ کټي پهاړۍ سيمه کې د مصطفي مسجد مخې ته شوې

د کراچۍ په اورنگي ټاؤن قصبه کالونۍ کې د زيارت په ماښام د يو جومات مخې ته بمي چاؤدنه شوې چې پکې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي .
د اورنگي ټاؤن د پوليس مشر اېس پي ساجد سدوزۍ وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل دغه بمي چاؤدنه د قصبې کالونۍ کټي پهاړۍ سيمه کې د مصطفي مسجد مخې ته شوې ، او نوموړي پېښه کې د دوه کسانو د وژنې او څلورو نورو ژوبلېدو پخلی کړی دی .
د ساجد سدوزۍ په وينا په باردوي مواد په يوه رکشه کې اېښودل شوي وو ، او پوليس ته د موقعې نه يو بل بم ترلاسه شوی ، او داسې مالوميږي چې د بمي چاؤدنې هدف کوم بل ځايې ؤ ، خو بم په دغه ځايي چاؤدلی دی .
پوليس وايي د چاؤدنې په اړه يې نورې پلټنې پيل کړي دي .
په کراچۍ ښار کې دغه بمي چاؤدنه په داسې حال کې شوې ، چې نن د زيارت په ورځ د سندهـ صوبې اعلي وزير قائم علي شاه د امنيت د څارنې په موخه د ښار د مختلفو علاقو دوره هم کړې ده . او نوموړي پوليس چارواکو په ښار کې د شرخوښو په ضد د کلکو گامونو پورته کولو هدايات هم جاري کړي دي .
کراچۍ ښار د نهې او شورو په ورځ د متحده قامي مومنټ (اېم کيو اېم ) ډلې لخوا د احتجاجو له کبله بند پروت ؤ ، او د دغې ډلې پلويان د خپل مشر الطاف حسېن په لندن کې د پوليس لخوا د مني لانډرنگ يا ناجائزه سپينو د سپينولو په تور کې د نيول کېدو په غبرگون کې احتجاجي ناسته کوي . او د ښار په نمائش چورنگۍ راجمع شوي دي .
د شورو او زيارت په شپه د اېم کيو اېم ډلې لخوا نن د کاروبارونو د خلاصولو او په ټرانسپورټرانو د گاډو چلولو غږ شوی ؤ ، ولې نن هم د ښار په مختلفو علاقو کې کاروباري مرکزونه د مختلفو شرخوښو لخوا د خلاصېدو لږه شيبه وروستو بيا بند کړی شوي ؤ .
ښار کې پټرول زياتره پټرول پمپونه بند وو ، او په خلکو کې سخته ويره ترخه وه . او نن د زيارت په ورځ تعليمي ادارو د کيدونکو امتحاني پرچو ځنډولو اعلانونه شوي وو .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG