لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش د کابل ځانمرگي حملې پړه ومنله، اته کسان یې وژلي


د افغانستان سرښار کابل په سفارتي برخه کې ځانمرگي بم چاودنه کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او گڼ شمیر نور زخمیان دي.

وسله والې ډلې داعش د حملې زمه واري په غاړه اخېستې ده.

ددې نه وړاندې د چاوندې په اړه ابتدايي رپورټونو کې د وژل شوو کسانو شمیره درې تنان ویل شوي وه.

ویل کیږي ځانمرگي حمله کونکی په موټرسایکل د کابل د سفارتي سېمې په دروازه د ځان پورې تړلی بم خلاص کړل.

د دفاع وزارت ترجمان دولت وزیري ای ایف پي خبري ادارې ته د پېښې په اړه وویل چې په موټر سایکل ناست تن د یو امنیتي پوسټ نه تیر شوی و او په دویم چیک پوست باندې امنیتي مامورین ودرولو خو په دغه وخت یې د ځان پورې تړلی بم وچلولو.

هم دا میاشت په کابل کې د پوځ د تربيي مرکز سره نژدې ځانمرگي بم چاودنه کې د مرکز ١٥ زدکونکي ووژل. طالبانو د حملې ذمه واري اخېستې ده.

په کومه هفته کې چې د کابل د پوځي مرکز سره نژدې حملې شوي وه هم په دغه هفته کې په کابل کې په شیعه جومات حمله وشوه چې پکې د ٥٠ ؤ پورې کسان ووژل شو. داعش د حملې ذمه واري ومنله.

د ای ایف پي خبري ادارې ترمخه د سخت امنیت دلاندې د کابل په "گرین زون" ددې نه د جولايي په میاشت کې د ټرک بم حمله شوي وه چې پکې سلگونه کسان وژل شوی او زخمیان وو.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG