لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: سترې محکمې سره نزدې خونړي ځانمرګي بريد کې ٢٠ کسان وژل شوي


   دافغانستان دروغتيا دوزارت وياند وحيدالله مايار په ټويټر ويلي ​” نن دکابل په ځانمرګي بريد کې  ٢٠ کسان وژل شوي( چې پکې درې ښځې او يو ماشوم شامل دي) او ٤١ نور ژوبل شويدي“ وزارت دمړو شمير کې دزياتوالي خبردارى ورکړى دى.
   دافغانستان دروغتيا دوزارت وياند وحيدالله مايار په ټويټر ويلي ​” نن دکابل په ځانمرګي بريد کې  ٢٠ کسان وژل شوي( چې پکې درې ښځې او يو ماشوم شامل دي) او ٤١ نور ژوبل شويدي“ وزارت دمړو شمير کې دزياتوالي خبردارى ورکړى دى.

دافغانستان پلازمينه کابل کې دسترې محکمې په ملازمانو ديو پيدل ځانمرګي لخوا شوي بريد کې ٢٠ کسان وژل شوي او ٤١ نور ژوبل شويدي، په يوه مياشت کې دننه کابل کې په حکومتي ودانو دغه دوهم بريد دى.

دکورنو چارو دوزارت وياند نجيب الله دانش اى ايف پي ته ويلي ځانمرګي پيدل و او هغه دګاډو دادرولو په ځايونو کې هاغه مهال بم وچولو کله چې ملازمان(دکارختمولو وروستو) کورونو ته ستنيدو لپاره په يو بس کې کښيناستل.

دخبري ادارې اى ايف پي ترمخه يو عيني شاهد په ژړا کې ويلي دي زما پلار او زه دګاډو اودرولو په ځايې کې موجود وؤ چې په مونږ يوه درنه چاودنه وشوه هغه وويل زما پلار اوس مړ دى،څنګه به اوس زه له هغه پرته اوسيږم؟

دغه چاودنې نزدې ودانۍ هم جړقولي او شيشې يې ورله ماتې کړي.

دافغانستان دروغتيا دوزارت وياند وحيدالله مايار په ټويټر ويلي ​ نن دکابل په ځانمرګي بريد کې ٢٠ کسان وژل شوي( چې پکې درې ښځې او يو ماشوم شامل دي) او ٤١ نور ژوبل شويدي وزارت دمړو شمير کې دزياتوالي خبردارى ورکړى دى.

دافغانستان ولسمشر اشرف غني په يو بيان کې دغه ځانمرګي بريد دانسانيت په ضد او يو نه بخښونکى جرم ګرځولى.

طالبانو له دې وړاندې کابل کې ستره محکمه په نخښه کړي، په ٢٠١٣م کې دهغوي لخوا دودانۍ په دروازه کې يو ځانمرګي بريد کې ١٥ ولسي وګړي وژل شوي وؤ.

په دغه مهال تندروه ډلې دړکه کړې وه که دهغوي دبنديانو تيزندي کول دوامداره وساتي نو نور بريدونه به يې هم پر ضد وکړي.

په کابل کې دامريکا سفارت خانې هم دنهې دورځې دبمي چاودنې غندنه کړې او ويلي يې دي دا دافغانستان په جمهوريت او دقانون په واکمنۍ بريد دى.

تيره مياشت هم کابل کې دپارلمان سره نزدې دوو ځانمرګي بريدونو کې ٣٠ کسان وژل شوي او ٨٠ نور ژوبل شوي وؤ،ددغو بريدونو مسؤليت طالبانو منلى و.

دګل په ورځ ملګرو ملتونو پخپل يو راپور کې ويلي وو ٢٠١٦م کې ديوکال دمخه په پرتله افغانستان کې دماشومانو مرګ ژوبله کې ٢٤ فيصده او داولسي وګړو مرګ ژوبله کې درې فيصده اضافه ريکارډ کړى شوې.

کابل کې دملګرو ملتونو دمرستندويه مشن يا يوناما لخوا دجاري شوي کاليز راپور ترمخه دتشدد له امله ١١٤٠٠ څخه زيات ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې پکې تيرکال ٣٥٠٠ مرګونه شامل دي.

راپور کې د٦١ فيصدو ولسي وګړو دمرګ ژوبلې تور په حکومت ضد عناصرو او بنيادي توګه په طالبانو لګول شوى،يوناما حکومت پلوه ځواکونه په ٢٤ فيصده مرګ ژوبله حکومت پلوه ځواکونه تورن کړي او ويلي يې دي دا د٢٠١٥م په پرتله ٤٦ فيصده اضافه په ډاګه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG