د افغانستان پلازمينه کابل کې د بهرنو نړيوالو اتحادي ځواکونو په کاروان ځان مرگي بريد کې درې بهرني عسکر وژل شوي ، او د يو درځن نه زيات نور کسان ژوبل شوي دي .
د افغانستان چارواکو په وينا دغه بريد نن د نهې په سحر پلازمينه کابل کې د امريکې د سفارتخانې په لږه فاصله لرې د هوايي اډې په سړک شوې ، او ځان مرگي بريد کوؤنکې د بارودو ډک گاډی د بهرملکي عسکر د کاروان نه تمبولی دی .
افغانستان کې د موجودو بهرنو ځواکونو چارواکي وئيلي ، پېښه کې درې بهرني عسکر وژل شوي دي .
د نړيوالو بهرنواتحادي ځواکونو اېساف ځواکونو لخوا دا نه ده په ډاگه کړی شوې ، چې د وژل شوؤ عسکرو تعلق د کوم هېواد سره دی .
د راپورونو ترمخه چاؤدنه دومره زوروره وه ، چې نزدې وداني يي لړزولي ، او په سړک موجودو يو شمېر گاډو ته يې هم زيان اړولی دی .
د بهرنو ځواکونو په کاروان دغه بريد د هوايي اډې په سړک رامنځته شوی ، او د پېښې ځايي سره په لږه فاصله د امريکې د سفارتخانې نه علاوه د سترې محکمې ودانی هم موقعيت لري .
وسله والو طالبانو د دغې بريد زمه واري قبوله کړې ده .
افغانستان کې د صدارتي انتخابونو وروستو د رامنځته شوي سياسي کړکېچ سره د وسله والو طالبانو د بريدونو او هيواد کې د بدامنۍ پېښې سېوا شوي دي .