لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : ځان مرگي بريد کې څلور ملکي وگړي وژل شوي ، ۳۶ ژوبل


د کابل د پوليس مشر جنرال ظاهر ظاهر وئيلي ، بريد کې بهرنو ځواکونو د ته د کوم زيان اوختو خبر مخې ته نه دی راغلی
د کابل د پوليس مشر جنرال ظاهر ظاهر وئيلي ، بريد کې بهرنو ځواکونو د ته د کوم زيان اوختو خبر مخې ته نه دی راغلی

د افغانستان پلازمينې کابل په لويديز کې ځان مرگي بريد کې لږ تر لږه څلور ملکي وگړي وژل شوي ، او ۳۶ نور ژوبل شوي دي .

د افغانستان پلازمينې کابل په لويديز کې نن د اتوار په ورځ د شوي ځان مرگي بريد په اړه د کابل د پوليس وياند حشمت ستانکزي وئيلي ، چې ځان مرگي بريد کوؤنکي د باردو ډک گاډی د نېټو په کاروان الوزولی دی .

پوليس وياند پېښه کې د څلورو ملکي وگړو د وژنې او زنانه او ماشومانو په گډون د ۳۶ نورو کسانو د ژوبلېدو پخلی کړی دی .

د کابل د پوليس چارواکو ترمخه ځان مرگي د کابل په دارلامان سړک باندې د علاؤالدين چوک سره نزدې د نېټو د ځواکونو په کاروان بريد کړی دی .

د کابل د پوليس مشر جنرال ظاهر ظاهر وئيلي ، بريد کې بهرنو ځواکونو د ته د کوم زيان اوختو خبر مخې ته نه دی راغلی . او نه د نېټو ځواکونو لخوا د پېښې په اړه څه وئيل شوي دي .

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پېښې پړه په سر اخيستې ، او بهرنو ځواکونو ته يې د زيان اړولو ادعا کړې ده .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG