لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل مارشال فهیم پوځي پوهنتون پر موټر برید کې ۱۵ تنه وژل شوي


د افغانستان د دفاع وزارت وايي، نن له غرمې وروسته د مارشال فهیم پوځي پوهنتون مخې ته د پوهنتون پر یو موټر د ځانمرګی برید له امله ۱۵ تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وي او ای اشنا ته وویلي برید د مارشال فهیم د پوهنتون د تحصیلي او تعلیمي کورسونو د مداومینو پر موټر باندې شوی دی.

د مارشال فهیم پوځي پوهنتون د کابل ښار په لویدیځ کې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د قمبر څلور لارې په سیمه کې موقعیت لري.

د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې رئیس سالم الماس امریکا غږ ته وویل، په دغه برید کې یو پلي ځانمرګي بریدګر د مارشال فهیم د اکاډمۍ د مامورینو د حملې موټر په نښه کړی دی.

هغه وویل "د مامورینو د حملې په کوسټر موټر باندې یې برید کړی، ځان ته یې چاودنه ورکړې ده".

ښاغلي الماس وویل، چې امنیتي ځواکونه د پیښې ځای ته رسیدلي او له تحقیقاتو وروسته به په دې اړه جزئيات له رسنیو سره شریک کړي.

د دغه برید مسولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG