لاس رسیدونکی لینک

کابل : ځانمرگي بريد کې شپږ عسکر وژل شوي


د دفاع د وزارت د وياند وئيلي ، بريد کې د ملي اردو د ادارې يو بس چې پکې د ادارې سره اړوند کسان سواره وو ، په هدف شوي دي .

د افغانستان په پلازمينه کابل کې د ملي اردو په يو گاډي ځانمرگي بريد کې شپږ عسکر وژل شوي ، او ۱۱ نور ژوبل شوي دي .

د دفاع وزارت لخوا جاري شوي خبرپاڼه کې وئيل شوي ، دغه بريد نن د زيارت په ورځ سحر د تره خېلو په سيمه کې رامنځته شوی ، او بريد کې د ملې اردو گاډی په هدف شوی دی .

د دفاع د وزارت د وياند مرستيال جنرال دولت محمد وزيري پېښه کې د پينځه عسکرو د وژنې او ۱۲ ژوبلېدو پخلی کړی دی ، او نوموړي وئيلي بريد کې د ملي اردو د ادارې يو بس چې پکې د ادارې سره اړوند کسان سواره وو ، په هدف شوي دي .

د دفاع وزارت وئيلي ، د بريد په نتيجه کې ژوبل شوي يو بل کس روغتون ته په لار ژوند دلاسه ورکړی ، او د دې سره د وژل شوؤ شمېره شپږو او ژوبلو شمېره ۱۱ ته رسېدلې ده .

د کابل د پوليس وياند حشمت الله ستانکزي وئيلي ځانمرگي بريد کوؤنکي چاؤدېدونکي مواد په وجود پورې تړلي وو ، او پېښه کې درې عام کسان هم ژوبل شوي دي . نوموړي زياته کړې پېښه کې ژوبل کسان روغتون ته وړل شوي او د روغتيايي حالت په اړه يي کره مالومات نه دي وئيلي .

د راپورونو ترمخه د بريد پړه د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په غاړه اخيستې ده او وئيلي دي د دفاع د وزارت کارکوؤنکو ته يي په غټه کچه مرگ ژوبله اړولې ده .

له دې وړاندې هم د ملي دفاع د وزارت گاډي په هدف شوي دي .

کابل کې په وروستيو کې په داسې مهال د ځانمرگو بريدونو پېښې سېوا شوي ، چې د روانې مياشتې ختمېدو پوري بهرني ځواکونه د افغانستان نه ووځي ، او د نېټو او امريکې نزدې ۱۲۰۰۰ عسکر په افغانستان کې د دغه هېواد امنيتي ځواکونو د تربيي او د ترهگرۍ په مخنيوي کې د دويې د مرستې دپاره پاتې کيږي .

XS
SM
MD
LG