لاس رسیدونکی لینک

کابل: د پارليمان ښځينه غړې باندې ځانمرگي بريد کې درې کسان وژل شوي


د افغانستان د صدارتي ماڼۍ څخه خپره شوې خبر پاڼه کې صدر اشرف غني احمدزي د پارليمان په غړې بريد په سختو ټکو کې غندلی دی .

د افغانستان پلازمينه کابل کې د پارليمان په يوه ښځينه غړې شکريه بارکزۍ باندې ځانمرگی بريد شوی ، چې پکې مېرمن بارکزۍ ژوبل شوې او درې عام ملکي وگړي وژل شوي دي .

د کابل د پوليسو وياند حشمت الله ستانکزي د پېښې په اړه وئيلي ، شکريه بارکزۍ چې په خپل گاډي کې په دارلامان سړک باندې روانه وه ، ځانمرگي بريد کوؤنکي د بارودو ډک گاډی د مېرمن د گاډي سره الوځولی دی .

راپورونه د چارواکو د قوله وايي ، بريد کې شکريه بارکزۍ په هدف وه ، او نوموړې پېښه کې ژوبل شوې ده .

د افغانستان د صدارتي ماڼۍ څخه خپره شوې خبر پاڼه کې صدر اشرف غني احمدزي د پارليمان په غړې بريد په سختو ټکو کې غندلی دی .

د صدارتي ماڼۍ په بيان کې وئيل شوي ، بريد کې مېرمن بارکزۍ ژوبل شوې ، او دوه ملکي وگړي وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل شوي دي .

د کورنو چارو د وزارت وياند صديق صديقي په سوشل ميډيا ټويټر باندې يو پېغام کې وئيلي ، چې د شکريه بارکزۍ روغتيايي حالت ټيک دی ، او معمولي ژوبل شوې ده .

نوموړي پخلی کړی ، چې پېښه کې درې ملکي وگړي وژل شوي ، او ‍۱۷ نور ژوبل شوي دي .

د بريد زمه واري تر اوسه چا نه ده قبوله کړې .

XS
SM
MD
LG