لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل ښکلي انټرکانټیننټل هوټل ته د وسله والو سترگې وراوښتي


دغه هوټل ۵۰ کاله مخکې د پخواني باچا محمدظاهر شاه په زمانه کې د بهرنیو کمپنیو له خوا جوړ شوی
دغه هوټل ۵۰ کاله مخکې د پخواني باچا محمدظاهر شاه په زمانه کې د بهرنیو کمپنیو له خوا جوړ شوی

د کابل انټرکانټیننټل هوټل د ښار په لوېدیځ کې د (باغِ بالا) په سیمه کې پر یوه غره پاس جوړ دی، چې شاوخوا مځکه یې شنه او په ونو پوښلې ده او له پاسه یې د کابل ښار ننداره ډېره زړه را کښونکې ده. انټرکانټیننټل د اعلی درجې (پینځه ستوریز) هوټلونه دي، چې د نړۍ په اکثرو لویو هېوادونو کې شته.

دغه هوټل ۵۰ کاله مخکې د پخواني باچا محمدظاهر شاه په زمانه کې د بهرنیو کمپنیو له خوا جوړ شوی، چې ۲۰۰ کوټې (خونې) لري او وخت په وخت د ځینو شخصي کمپنیو له خوا چلول شوی دی، خو اوس د افغانستان د حکومت په لاس کې دی او اکثر بهرني مېلمانه چې راځي، نو په دې هوټل کې اوسېږي.

په دې هوټل کې پخوا اکثر هغو سېلانیانو شپې کولې، چې له بهرنیو هېوادونو خصوصاً له یورپ او امریکې به ورتلل او د افغانستان ښکلي ځایونه، تاریخي سیمې او غرونه به یې کتل، خو له ۲۰۰۱م کال را په دې خوا په دې هوټل کې اکثر بهرني مېلمانه شپې کوي او د افغانستان پر بېلابېلو مسایلو پکې غونډې کېږي.

په ۲۰۱۱م کال کې وسلوالو طالبانو پر دې هوټل ډله ییز برید کړی وو، چې د ۹ بریدګرو په شمول ۲۱ تنه پکې وژل شوي وو. له هغه وروسته د دې هوټل امنیت ډېر سخت شو او په لسګونو سرتېري یې پر امنیت ساتلو وګومارل شول.

خو د هفتې-شنبې په شپه وسلوالو یو ځل بیا پر دې هوټل ډله ییز برید وکړ، چې شاوخوا ۱۲ ګنټې یې دوام وکړ. وسلوالو طالبانو د دې برید ذمه واري منلې ده او وایي چې ۵ بریدګر یې د افغان ملي پوځ په وردۍ کې هوټل ته ننوتي او هلته یې پر افغان او بهرنیو چارواکو بریدونه کړي دي.

افغان چارواکي وایي د برید په مهال په دې هوټل کې د بهرنیانو په ګډون شاوخوا ۲۵۰ کسان موجود وو، چې په دوو جلا غونډو کې د ګډون لپاره ورغلي وو. په هوټل کې یوه غونډه د افغانستان د مخابراتو وزارت له خوا کېدونکې وه او بله د افغان او امریکایي چارواکو تر منځ غونډه وه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي امنیتي ځواکونو یې له وسلوالو سره تر اوږدې جګړې وروسته هوټل په بشپړه توګه خالي کړی او د ۴۱ بهرنیانو په شمول ۲۰۰ کسان یې په محفوظه توګه ځنې ایستلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي، امنیتي ځواکونو یې ۵ واړه وسلوال وژلي دي، خو وایي د هغوی په برید کې د یوې بهرنۍ ښځې په شمول ۵ تنه نور هم وژل شوي دي، خو وروستي رپوټونه وایي چې په برید کې تر اوسه ۱۸ کسان وژل شوي دي.

یوې شخصي هوایي کمپنۍ کام اېر ویلي، چې د برید په مهال د دوی ګڼ شمېر بهرني انجینېران او پایلټان هم په هوټل کې موجود وایي، چې وايي په هغوی کې د ویزوېلا او اوکراین ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۴ نور لا هم ورک دي.

افغان چارواکي وایي د انټرکانټیننټل هوټل امنیتي چارې له تېرو دوو اوونیو راهیسې یوې شخصي امنیتي کمپنۍ ته سپارل شوې وې او د برید په مهال افغان امنیتي پولیس او سرتېري هلته نه وو موجود، ځکه نو دا ګومان کېږي چې کېدای شي د شخصي کمپنۍ امنیتي کسانو به هوټل ته د بریدګرو په ننوتلو کې مرسته کړې وي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG