لاس رسیدونکی لینک

کابل کې د کيور روغتون محافظ د يو ډاکټر په گډون درې بهرملکيان وژلي


د صحت د وزارت چارواکو وئيلي چې پينځه ډاکټران د روغتون وداني ته داخل شو ، نو ساتونکي پرې ډزې پيل کړي
د افغانستان پلازمينه کابل کې د کيور نومي روغتون د ساتونکي په ډزو کې د يو ډاکټر په گډون درې بهرملکيان وژل شوي او دوه نور کسان ژوبل شوي دي .
د راپوورنو ترمخه د کابل په لوئيديز کې نن د زيارت په ورځ دغه پېښه رامنځته شوې او د کيور انټرنيشنل هسپتال يو ساتونکي په روغتون کې دننه ډزې کړي دي . او د يو ډاکټر په گډون يې درې بهرملکيان په نخښه کړي دي .
د وژل شوي ډاکټر پيژندگلو لا نه ده شوې .
د پوليس ځايي مشر حافظ خان وئيلي ، د روغتون ساتونکی چا چې ډزې کړي د افغان پوليس د ساتونکي فورس غړی دی . او نوموړي وئيلي د پېښې علت لا نه دی مالوم شوی .
د صحت د وزارت چارواکو وئيلي چې پينځه ډاکټران د روغتون وداني ته داخل شو ، نو ساتونکي پرې ډزې پيل کړي . چې له امله يې درې بهرني ډاکټران ووژل شو او دوه نور ژوبل شو.
چارواکي وايي ساتونکی خپله هم ژوبل شوی ، خو دا نه مالومه شوې چې هغه څنگه ژوبل شو . راپورونه وايي ساتونکی نيول شوی او تحقيقات ترې کولی شي .
د پېښې زمه واري لا چا په غاړه نه ده اخيستې .
خيراتي روغتون کيور انټرنيشنل هسپتال چې په ۲۹ هيوادونو کې روغتونونه لري ، او په کال ۲۰۰۵م کې د افغانستان د صحت د وزارت په بلنه کابل کې جوړ شوی دی .
او په دغې روغتون کې په يو کال کې نزدې د ۳۷۰۰۰ ناروغانو درملنه کيږي . او په ځانگړې توگه روغتون کې د ماشومانو د زچه بچه او نورو ناروغود کتني سره اپريشنې کولی شي .
د افغانستان په پلازمينه کابل کې په وروستيو کې د بدامنۍ غټې پېښې په داسې حال کې رامنځته شوي او پکې يو شمېر بهرنيان هم وژل شوي دي ، چې د روان کال په اخره کې د هيواد څخه بهرني ځواکونه د وتو پلان لري .
XS
SM
MD
LG