لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان :پغمان کې د جنسي تيري ۷ تورنو ته دمرگ سزا اورول شوې


د محکمې لخوا سزاوارو ته د پرېکړې په ضد بل عدالت کې د اپيل کولو حق هم ورکړی شوی دی .
د محکمې لخوا سزاوارو ته د پرېکړې په ضد بل عدالت کې د اپيل کولو حق هم ورکړی شوی دی .

د کابل لومړۍ محکمې نن د اتوار په ورځ د پغمان د پېښې اووه تورنو ته د مرگ سزا اورولې ، په دغو کسانو تور ؤ ، چې نزدې درې اوونۍ وړاندې يې د يوې کورنۍ څخه يې د وسلې په زور په لار کې غلا او د څلورو زنانوؤ سره يې جنسي تېرې هم کړی وو .

د کابل د لمړۍ محکمې قاضي صفي الله مجددي چې دغو کسانو د خلکو په وړاندې په محکمه کې دغه سزا واوروله ، د فېصلې اورولو په وخت د پېښې گواهان هم رابللي وو ، او د درېو زنانوؤ په گډون پينځه کسانو د اووه کسانو په ضد محکمه کې گواهي ورکړه .

د راپورونو ترمخه دغه د لسو کسانو ډله وه ، چې دوه اوونۍ وړاندې يې د پغمان څخه کابل ته په لار کې د يوې کورنۍ موټرې ودرولې وې ، هغويې يې لوټ کړي او د څلورو زنانوؤ سره يې جنسي تېرې کړی وو .

د کابل لمړۍ محکمې د خلکو په وړاندې اووه تورنو کسانو ته د مرگ سزا واوروله ، په دويې کې پينځه ؤ ته د زنا په جرم کې د ۳۵ کاله بند او دوه نورو ته وسله په لاس د غلا په جرم کې ۲۰ کاله قېد هم واورل شو .

د محکمې لخوا سزاوارو ته د پرېکړې په ضد بل عدالت کې د اپيل کولو حق هم ورکړی شوی دی .

د محکمې په وړاندې د پېښې يو متاثره زنانه هم وړاندې شوې او گواهي يې ورکړې ده ، هغې ووئيل ٫٫ مونږ پغمان ته د خپلې کورنۍ سره تلي وو ، بيرته راروان و ، چې په دويې کې يو کس زما په سر ټوپک کېښودو . بل رانه ټول زيورات او هر څه واخيستل ، نور تاسو په خپله پوهيږئ ٬٬ .

د کابل د پوليسو په وينا دغه پېښه نزدې درې اوونۍ وړاندې د شپې په مهال رامنځته شوې وه ، او دغه کورنۍ د يو واده نه بېرته په لار وه ، چې په لار کې يې لسو کسانو مخه نيولې وه .

د افغانستان صدر حامد کرزي خپله غوښتنه کړې وه چې تورن کسان دې د پهانسۍ سزا ورکړی شي او په ډاگه دې اعدام کړی شي .

د دغې پېښې د غندنې دپاره د افغانستان په بيلابيلو برخو کې هم په لويه کچه مظاهرې او لاريونونه ويستل شوي وو ، او خلکو په پېښه کې تورنو کسانو ته د پهانسۍ د سزا غوښتنه کړې وه .

راپورونه وايي نن هم چې دغو تورنو کسانو ته سزا اورول کېده ، په کابل ، مزار شريف او غزني کې د پېښې د غندنې ، او پېښه کې ککړو کسانو ته په ډاگه د پهانسۍ د سزا ورکولو د غوښتنې دپاره مظاهرې شوي دي .

او د محکمې په وړاندې نارينه او زنانوؤ مظاهره چيانو ، په زنانوؤ باندې تيری په ملت باندې تيری گڼلی ، او وئيلي يې دي که چرته دغو کسانو ته په ډاگه د مرگ ورنه کړی شوه نو په راتلونکې کې نورې هم دغه رنگ پېښې رامخې ته کېدی شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG