لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: امریکن پوهنتون باندې بریدکې د ۷ محصلینو په ګډون۱۳ کسان وژل شوي


امریکا په کابل کې په پوهنتون د برید غندنه کړې او دا يې افغانستان په مستقبل برید بللی دی .
امریکا په کابل کې په پوهنتون د برید غندنه کړې او دا يې افغانستان په مستقبل برید بللی دی .

د افغانستان په سرښار کابل کې په امریکن پوهنتون شوي وسله وال برید کې د اووه محصلینو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي او ۳۵ پورې نور ژوبل شوي دي او چارواکو ویلي د دوه بریدګرو په وژنه برید پاې ته رسېدلی دی .

پوهنتون باندې د چارشنبې په ماښام برید شوی او لس ساعته وروستو امنیتي ځواکونو حالات قابو کړي دي .

د کابل د پولیسو مشر عبدالرحمان رحيمي ویلي په وژل شوؤ کې اووه محصلین، درې پوليس او درې د پوهنتون شخصي ساتونکي شامل دي .

پولیس مشر ویلي په وژل شوؤ محصلینو کې دوه جینکۍ هم دي .

پولیس ویلي د پوهنتون په عملیاتو کې دوه بریدګر وژل شوي دي .

د کابل پوليسو یو لوړ پوړي چارواکي فریدون عبېدي (ای اېف پي) خبري ادارې ته ویلي بریدګر د چارشنبې په ورځ د چاؤدېدونکي موادو او وسلې سره په پوهنتون ورغلي وو .

هغه ویلي (مونږ دغلته عملیات سرته رسولي او دوه بریدګر مو وژلي دي) .

د چارواکو په وینا د برید په وخت پوهنتون کې د محصلینو سره ټول ۷۰۰ کسان موجود وو .

د برید زمه واري تراوسه چا نه ده منلې خو په وروستیو کې د طالبانو لخوا په افغانستان کې د تشدد پېښې سېوا شوي دي .

له دې په کابل کې یو شخصي ټیلې وژن خپل رپورټ کې ویلي و د یونیورسټۍ سره نژدې هغه ځاې کې ځانمرگي بم چاودنه شوي چرته چې محصلین خپلې موټرې ودروي او ددې سره سم مشکوک کسان یونیورسټۍ ته داخل شول او د امنیتي ځواکونو او ددغه مشکوک حمله کونکو ترمنځ د ډزو تبادله ونښته.

امریکا په کابل کې په پوهنتون د برید غندنه کړې او دا يې افغانستان په مستقبل برید بللی دی .

امریکن یونیورسټي د کابل په دارلالمان برخه کې موقیت لري .

کابل کې په پوهنتون برید په داسې حال کې شوی چې هم دا میاشت د پوهنتون یو امریکايي او یو اسټریلوي استازان نامعلومه وسله والو تښتولې او تراوسه یې درک نه دی معلوم شوی .

د استازانو د تښتولو ذمه واري هم لا چا نه ده منلې .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG