لاس رسیدونکی لینک

جسټس ناصرالملک دپاکستان دمشرقاضي په توگه سوگند پورته کړو


تېره ورځ د سپريم کورټ چيف جسټس تصدق حسېن جېلاني ريټائر شوى ؤ ، او جسټس ناصرالملک د هغه نه وروستو سينئرترين جج ؤ

جسټس ناصرالملک نن د اتوار په ورځ د پاکستان د سترې محکمې د مشرقاضي يا چيف جسټس په توگه لوړه کړې ده . د چيف جسټس د سوگند پورته کولو دستوره په پلازمينه اسلام اباد کې ترسره شوې ، او د پاکستان صدر ممنون حسېن هغه ته سوگند ورکړی دی .

تېره ورځ د سپريم کورټ چيف جسټس تصدق حسېن جېلاني ريټائر شوى ؤ ، او جسټس ناصرالملک د هغه نه وروستو سينئرترين جج ؤ ، چې نن يې د مشر قاضي په توگه لوړه وکړه ، او نوموړی به د ۱۳ مياشتو دپاره د ۱۶م اگست ۲۰۱۵م پورې د ملک تر ټولو لويې محکمې مشر قاضي وي .

د چيف جسټس د سوگند پورته کولو په دستوره کې دپاکستان وزيراعظم نواز شريف ، وفاقي وزيرانو، سينئر ججانو او د پوځ لوړ پوړو چارواکو هم گډون کړی .

د پاکستان د ۲۲م چيف جسټس په توگه د سوگند پورته کوؤنکي جسټس ناصرالملک تعلق د خېبرپښتونخوا صوبې د سوات سيمې سره دی ، او په ۱۷م اگست ۱۹۵۰م باندې سوات کې زېږېدلی ؤ .

نوموړي په ۱۹۷۶م کې د لندن څخه د باراېټ لا ډگري ترلاسه کړې ، او ۱۷ کاله بيا وکيل پاتې شوی دی . جسټس ناصرالمک په ۱۹۸۱م کې د پېښور هائيکورټ د بار اېسوسي اېشن سيکرټري جنرل او بيا دوه څله په کال ۱۹۹۰م او ۱۹۹۳م کې د پېښور هائيکورټ د باراېسوسې اېشن صدر پاتې شوی دی .

د سپريم کورټ نوی جوړ شوی چيف جسټس ناصرالملک په کال ۱۹۹۳م کې د خېبرپښتونخوا اېډوکېټ جنرل او بيا په ۱۹۹۴م کې د پېښور هائيکورټ جج جوړ شوی ؤ .

په کال ۲۰۰۴م کې نوموړی د پېښور هائيکورټ مشر قاضي جوړ شوی ، او بيا يو کال وروستو د پاکستان تر ټولو سترې محکمې سپريم کورټ جج جوړ شوی ؤ .

XS
SM
MD
LG