لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: سکهرکې دجی يوائي(اېف) ډلې جنرل سيکرټري خالدسومرو په ډزو وژل شوی


خالد سومرو د پارټۍ پخوانی سېنېټر او دا وخت د سندهـ صوبې جنرل سيکرټري ؤ ،
خالد سومرو د پارټۍ پخوانی سېنېټر او دا وخت د سندهـ صوبې جنرل سيکرټري ؤ ،

د پاکستان سندهـ صوبې په سکهر سيمه کې د مذهبي سياسي ډلي جمعيت علمااسلام (ف) ډلې د صوبې جنرل سيکرټري خالد محمود سومرو په ډزو وژل شوی دی .

د جمعيت علمااسلام (ف) ډلې د کراچۍ مشر قاري عثمان وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې د دغې پېښې په اړه ووئيل ، خالد محمود سومرو تېره شپه سکهر ته يوې دستورې له تلی ؤ ، او نن د سحر د نمونځ نه پس چې کله د مدرسې نه بهر اووتو ، ډزې پرې وشوې او ووژل شو .

راپورونه د پوليس د خلې وايي ، چې خالد سومرو باندې د سکهر په کهوسه گوټ کې دغه بريد شوی ، او په موټر سائيکلو سواره نامالومه وسله وال راغلي ، او په هغه يي ډزې کړي ، چې په نتيجه کې يې هغه ژوبل شوی او روغتون ته په رسېدو يي ژوند دلاسه ورکړی دی .

د قاري عثمان په وينا خالد سومرو د پارټۍ پخوانی سېنېټر او دا وخت د سندهـ صوبې جنرل سيکرټري ؤ ، هغه باندې له دې وړاندې هم شپږ ځله حملې شوي ، او نن په اوومه حمله کې ووژل شو . د هغه تعلق د سندهـ صوبې د لاړکانې سيمې سره ؤ .

هغه زياته کړه د جمعيت علمااسلام (ف) ډلې په ضد يو سازش روان دی چې په مشرانو يي حملې کيږي .

د راپورونو ترمخه د خالد سومرو جنازه د سکهر نه لاړکانې ته روانه کړی شوې ، او هلته به خاور ته سپارلی شي ، په سيمه کې د پارټۍ غړي رايوځاي شوي او بازارونه تړلي پراته دي .

قاري عثمان وايي مونږ د دغې پېښې زمه وار د صوبې حکومت گڼو ، ځکه چې خالد سومرو ته د دهړکو باوجود سيکيورټي نه وه ورکړی شوې .

او هغه زياته کړه په ټول ملک او په خصوصي توگه سندهـ صوبه کې به تر هغې پرامن احتجاج کوي چې څو پورې په دغې پېښه کې ککړ ملزمان نيول شوي نه وي .

د پېښې زمه واري چا په غاړه نه ده اخيستې .

د تېرې مياشتې په ۲۳م نېټه د بلوچستان صوبې په مرکزي ښار کوئته کې د جمعيت علمااسلام (ف) ډلې په مشر مولانا فضل الرحمان باندې يو ځانمرگی بريد شوی ؤ ، چې پکې نوموړی خپله روغ پاتې شوی ؤ . او د هغې پېښې پړه لاقانونه گرځول شوې وسله واله ډلې جندالله په غاړه اخيستې وه .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG