لاس رسیدونکی لینک

د جماعت الدعوه سیاسي ګوند جوړولو فیصله په حکومت د فشار لپاره ده:څیړونکي


د هند په ممبۍ ښار کې په کال ٢٠٠٨ کې شوو ترهګر بريدونو کښې تورن پاکستاني تندروه ګوند جماعت الدعوه په پاکستان کې د سياسي گوند جوړولو فيصله کړې ده.

د جماعت الدعوه لخواه د سياسي ګوند جوړولو فيصلې دعوه يوخارجي مطبوعاتي ادارې په یو خبر کې کړې ده. دغه خبر په داسې مهال خپور شوی چې د ډلې د مشر حافظ سعيد نظر بندي په نژدې ورځو کښي د دوو میاشتو لپاره غزول شوې ده.

څیړونکي وايي د دغه ډلې لخوا د سیاسي ګوند جوړولو مقصد په واکمن ګوند مسلم ليګ (ن) سیاسي فشار سېوا کول دي ځکه دا مهال د ډلې مشر حافظ سعید نظر بند دی او پخوا به د دغه ګوند کسانو په پنجاب کې د مسلم ليګ غړو ته ووټ یه راېې ورکولې.

د پاکستان ګاونډي هندوستان په جماعت الدعوه تور لګوي چې په کال ٢٠٠٨م کې په ممبۍ ښار کې شوي ترهګر بریدونو کې ککړ وو. په دغه برید کې یو سل اتيا تنه وژل شوي او ګنړ نور ژوبل شوي وو.

د جماعت الدعوه لخوا د سیاسي ګوند جوړولو په حقله څیړنکار سهیل بهټي وي او ای ډیوه ته وايي پخوا به دغه ډلې په انتخاباتو کې د مسلم ليگ نواز ګوند مرستي کولي. خو کله نه چې په پاکستان خارجي فشار سوا شو او د نواز شریف حکومت د هند سره د ښو اړیکو هڅه کوله نو حکومت د تنظيم مشر حافظ سعيد نظر بند کړو. د دغې په ځواب کې جماعت الدعوه د سیاسي ګوند جوړولو فیصله وکړه او مقصد يې په مسلم لیګ (ن) ډلې فشار اچول وو.

ښاغلی سهيل بهټيزیاتوي: ٫٫ دغه ډله په يواځي سر دومره نه ده چې انتخابونه وګټي خو که چرې دی یو بل سياسي گوند سره اتحاد وکړي نو بيا د انتخاباتو گټلو یا نتیجو بدلولو توان لري.٬٬

یو بل څیړونکی ډاکټر حسن عسکري بیا ګنړي جماعت الدعوه د ډير وخت راهسې د یو سياسي گوند جوړولو اشارې ورکولې خو د دغې مقصد لپاره به دغه ډلې له خپله ايجنډا بدلول وي.د ډاکټر حسن عسکري په وینا دغه کار به ګران وي ځکه د تنظيم نورو مشرانو پخوا په پاکستان کې د جمهوري نظام (جمهوریت) مخالفت کوو.

د پاکستان پنجاب صوبهکښي په ورستو کښي په ضمني انتخاباتو کښي د بندیز لږیدلي تندروه تنظیم سپاه صحابه مشر حق نواز جهنگوي ځوي ګټه ښايي په دغه صوبه کې داسي تنظيمونه زور لري.

په جماعت الدعوه د امريکا، ملگرو ملتونو اؤ هند لخوا بنديز لګول شوی خو په پاکستان کې دغه ګوند یواځې د څارنې په فهرست کې شامل کړی شوی.

XS
SM
MD
LG