لاس رسیدونکی لینک

طالبان: د کینیډايي شهري پرمیرمن مو جنسي زیاتی نه دی کړی


د کینیډا سره تعلق لرونکی جاشوا بویل، د هغه امریکايي میرمن کیټلین کولمن او ددوي درې ماشومان تیره هفته پاکستاني ځواکونو په کرمه قبایلي سیمه کې د وسله والو د منگولو څخه ازاد کړل. دا کورنۍ پنځه کاله وړاندې په افغانستان کې تښتول شوي وه

افغان طالبانو د دوي د بند څخه ازاد کړی شوي کینیډايي شهري دا خبره رد کړي ده چې د هغه پر میرمن یې جنسي تیری کړی او د هغه ماشومه لور یې وژلي ده.

مطبوعاتو ته د اتوار، یکشنبې، په ورځ بیان کې د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد وویل طالبان "د بندیانو دغه جوړي شوي او جعلي ادعاوې په کلکه" ردوي.

د کینیډا سره تعلق لرونکی جاشوا بویل، د هغه امریکايي میرمن کیټلین کولمن او ددوي درې ماشومان تیره هفته پاکستاني ځواکونو په کرمه قبایلي سیمه کې د وسله والو د منگولو څخه ازاد کړل. دا کورنۍ پنځه کاله وړاندې په افغانستان کې تښتول شوي وه.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي دغه کسان د حقاني وسله والې ډلې د ولقې څخه ازاد کړی شوي دي.

د رپورټونو ترمخه جاشوا بویل کینیډې ته په رسیدو خبریالانو ته وویل چې د طالبانو په بند کې د هغه په میرمن وسله وال جنسي تیری کړی و او هغه ماشومه لور يې وژلي ده.

طالب ترجمان دغه خبره رد کړه. په خپل بیان کې ذبیح الله مجاهد وویل جاشوا بویل او د هغه میرمن تر د ازادۍ پورې د یو بل نه نه وو جدا کړی ‍شوي او ددې مقصد دا و چې "کومه بدګماني مينځته رانشي."

طالب ترجمان وویل په طالبانو د ماشومې د وژل کیدو د جاشوا بویل خبره هم "بې اساسه ده." ترجمان په بیان کې وویل د بند په مهال میرمن کیټلین په حمل شوه خو ډاکټر ته د رسای نه کیدو په وجه دهغې "ماشومه په طبعي ډول" ضائع شوه.

XS
SM
MD
LG