لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جان کيري وايي روس د يوکرين شخړې په کمولو کې هيڅ نه دي کړي


جان کيري تور پورې کړی چې روس د يوکرين په ختيز کې بيلتون خوښو ته د مالي مرستې او وسلې ورکولو سره هغويې ته لارښودنه کوي
جان کيري تور پورې کړی چې روس د يوکرين په ختيز کې بيلتون خوښو ته د مالي مرستې او وسلې ورکولو سره هغويې ته لارښودنه کوي
د امريکې خارجه وزير جان کيري وئيلي چې روس په يوکرين کې د روانې شخړې د کمولو په لړ کې يو گام نه دی پورته کړی ، بلکې يوکرين لا د نورو ستونځو سره د مخ کولو هڅه کوي .
د زيارت په شپه د امريکې پلازمينه واشنگټن کې خبريالانو سره خبرو کې خارجه وزير جان کيري ووئيل چې د ماسکو حکومت په ختيز يوکرين کې د روس پلوه بيلتون خوښو مخه نه نيسي ، او په دغسې کولو به روس ته دا کار گران پريوځي .
نوموړي زياته کړه روس د يوکرين د شخړې د حل دپاره تېره اوونۍ په جنېوا کې د څلور اړخيزه غونډې لوظنامه نه عملي کوي .
خارجه وزير په دې خبره زور راوړو ، که د ماسکو حکومت د خپلو وعدو سرغړونې دوامداره وساتلي ، نو د نورو اقتصادي بنديزونو سره مخ کېدی شي .
جان کيري ووئيل نړې گڼې چې يوکرين په روغ نيت مسله حل کول غواړي ، خو بل اړخ ته روس خپل توان د يوکرين په تباهۍ او کمزوري کولو کارئ .
نوموړي تور پورې کړی چې روس د يوکرين په ختيز کې بيلتون خوښو ته د مالي مرستې او وسلې ورکولو سره هغويې ته لارښودنه کوي . او دخپلو غلطو کړنو د زمه وارۍ قبلولو په ځايې د ځان پاک ثابتولو جوازونه وړاندې کوي .
بلخوا ته د روس چارواکو يو ځل بيا خپل هغه دريز تکرار کړی ، چې د يوکرين په ختيز کې د بيلتون غوښتونکو د تحريک سره يې هيڅ اړيکې نشتی ، او د غرب هيوادونو څخه د نورو بنديزونو له امله د ماسکو ستونځې لا نورې زياتې شي .
د روسي پارليمان د لانديني ايوان اسپيکر اليگزی پشکوف د زيارت په ورځ ماسکو کې يوې خبرې غونډې ته په وينا کې وئيلي ، چې هيواد يې د يوکرين په معاملو کې کله هم نيغ په نيغه لاس وهنه نه ده کړې او نه په راتلونکې کې دغه اراده لري .
هغه ووئيل د يوکرين د تازه شخړې زمه وار يورپي يونين ، امريکا او يوکرين پخوانی د حزب احتلاف ډله گرځول پکار دي ، ځکه چې هم هغه ډله وس په واک کې ده .
بل لورته د يوکرين په ختيز کې په سرکاري ودانو د قابضو روس پلوه مظاهره چيانو په ضد د يوکرين د ځواکونو عمليات روان دي ، او راپورونه وايې د زيارت په ورڅ عملياتو کې پينځه جنگيالي وژل شوي دي .
د روس صدر ولادې ميرپيوټن يوکرين کې روان عمليات جرم گرځولی او د هغې يې د سختو نتيجو مخې ته راتلو گواښ کړی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG