لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف: امريکا دپاکستان د خارجه پاليسۍ مهمه برخه ده


جان کېري وئيلي ، د ترهگرۍ په ضد جنگ او نورو مسلو سره د مخې نيولو په لړ کې به امريکا د پاکستان مرستو ته دوام ورکوي .
جان کېري وئيلي ، د ترهگرۍ په ضد جنگ او نورو مسلو سره د مخې نيولو په لړ کې به امريکا د پاکستان مرستو ته دوام ورکوي .

د امريکي خارجه وزير په دوه ورځنۍ دوره د گل په ورځ اسلام اباد ته رسېدلی ، او د خپلې دورې لمړی ملاقات يي د وزيراعظم نوازشريف سره کړی دی ،نوموړي وئيلي امريکا به د ترهگرۍ په ضد جنگ کې د پاکستان مرستې جاري ساتي .

د وزيراعظم هاؤس لخوا جاري شوي بيان ترمخه وزيراعظم نوازشريف د امريکې خارجه وزير جان کېري سره ليدنه کې وئيلي ، امريکا د پاکستان د خارجه پاليسۍ مهمه برخه ده . نوموړي پېښور کې په سکول د بريد وروستو د امريکي د صدر باراک اوباما لخوا ورکړی شوي د دوستۍ او مرستې د پېغام ستائينه کړې ده .

نوازشريف ـ جان کيري سره د ملاقات په مهال وئيلي ، حکومت يې د ترهگرۍ د مخنيوي دپاره قامي تگ لاره جوړه کړې ده ، او د هغې د لارې به د پاکستان د خاورې نه ټول ترهگر او انتهاپسند ختمولی شي .

وزيراعظم د امريکې خارجه وزير سره په خبرو کې د پاکستاني مصنوعاتو د امريکې منډيانو ته د رسد ـ او پاکستان کې د روزگار د موقعو زياتولو دپاره د امريکې د زياتې سرمايه کارۍ کولو هم وئيلي دي .

د سرکاري بيان ترمخه جان کېري وئيلي ، د ترهگرۍ په ضد جنگ او د نورو مسلو د مخې نيولو په لړ کې به امريکا د پاکستان مرستو ته دوام ورکوي . نوموړي د امريکې د حکومت او اولس لخوا د پېښور په پېښه تعزيت کړی ، او وئيلي يي دي ټول ترهگر د دواړو هېوادونو په گډه دښمنان دي .

د امريکې خارجه وزير جان کېري د وزيراعظم د خارجه امورو او قامي سلامتۍ د مشير سرتاج عزيز سره هم ليدلي دي ، او په دغې ليدنه کې د دواړو ملکونو ترمينځ د اوږدې مودې د شراکت دارۍ او اسټريټيجيک مذاکراتو په لړ کې په مختلفو امورو خبرې اترې شوي دي ، او د خبرو اترو دوهم پړاؤ به صبا د نهې په ورځ ترسره شي .

راپورونه وايي د نهې په ورځ کېدونکو مذاکراتو په دوهم پړاؤ کې به افغانستان کې د امن ، او د پاکستان او هند په گډه پوله د هند لخوا د ډزو په مسله هم خبرې اتري کيږي . او د ترهگرۍ په ضد جنگ کې د مرستو خبره به هم د بحث لاندې راوستی شي .

راپورونه وايي د امريکې خارجه وزير به د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف او نورو پوځې مشرانو سره هم ويني .

اسلام اباد کې د امريکې د سفارتخانې څخه جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، چې په کال ۲۰۱۳م کې د دواړو هېوادونو د اسټرېټيجيک مذاکرتو د بحالۍ وروستو د دواړو ملکونو د خارجه وزيرانو په کچه کېدونکی دا دوهم اجلاس دی .

په عېن حال کې د گل په ورځ د امريکې د سنټرل کمانډ مشر جنرال لائيډ جی اسټن هم په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف سره ليدلي دي ، او په دغې ليدنه کې د امنيت او دوه اړخيزه امورو سره د سيمې په حالاتو خبرې اترې شوي دي .

د پاکستان د پوځ مشر جنرال شريف تېر کال د نومبر په مياشت کې د امريکې سفر کړی ؤ ، او هلته يي د جی اسټن پشمول د لوړ پوړو پوځي چارواکو او صدر اوباما په انتظاميه کې د شاملو مشرانو او کانگريس د غړو سره هم ليدلي وو .

د امريکې د محکمه دفاع وياند ريئراېډمرل جان کربي تېره اوونۍ يوې خبرې غونډې ته په وينا کې وئيلي ؤ ، د پاکستان او پوځي سره يي د امريکې اړيکې ښې شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG