لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د سرکاري وکیل خبریالانو ته خبرداری ورکړی


د امریکا سرکاري وکیل یا اټارني جنرل وايي چې د امریکا حکومت به د خبریالانو په گډون هر هغه څوک په نښه کړي چې د حکومت پټ معلومات ښکاره کوي.

ښاغلي جېف سیشن، په دې هکله وویل "مونږ هغه عمده رول ته چې رسنۍ یې لوبوي درناوی کوو، خو د هغوی {رول} نامحدود ندی."

د امریکا د پټو معلوماتو ښکاره کول پخوا هم موجود وو، خو د ښاغلي سیشن څرگندونې په داسې وخت کې کیږي چې په دې وروستیو میاشتو کې مطبوعاتو ته د امریکا د حکومت د پټو معلوماتو د افشا کیدل زیات شوی دی.

ښاغلي سیشن ویلي چې د امریکا د عدلیه چارو وزارت د خبریالانو پخوانۍ کړنلاره څیړي او دا کار د هغو مسانو په اړه د پلټنو د اقداماتو یوه برخه ده چې د امریکا د حکومت پټ معلومات افشا کوي.

د مطبوعاتو د ازادۍ ادارې وایي چې ددې یوې کړنلارې شتون خبریالانو ته ددې موقع ورکوي خپل هغه رپوټونه چې د محرمو او پټو منابعو نه یې ترلاسه کوي، خپاره کړي.

د ژورنالیستانو د ساتنې کمیټه چې دفتر یې په نیویارک کې دی وایي د ژورنالیستانو د احضار کولو مقرراتو محدودول به پر رسنیو باندې منفي اغیز وکړي.

د خبریالانو د ساتنې د کمیټې رئیس الکس الیربک، په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د ژورنالیستانو او د هغوی د منابعو ترمنځ د محدودیتونو لگول به ددې سبب شي چې امریکایان ونشي کړای د خپلو انتخاباتي مشرانو سره د هغوی د اعمالو په اړوند حساب کتاب وکړي.

د امریکا د سنا مجلس د یو رپوټ له مخې د امریکا حکومت سپینې ماڼۍ ته د ښاغلي ټرمپ د رسیدو په لومړیو څلورو میاشتو کې هره ورځ د یو پټ سند د افشا کیدو سره مخامخ شگوی دی.

د سنا په رپوټ کې راغلي چې د جمهور رئیس ټرمپ د واکمنۍ په لومړیو ١٢٦ ورځو کې په مجموعي توگه ۱۲۵ ځلې د متحده ایالاتو د ادارې سري معلومات افشا شوي دي چې کولای شي بالقوه د امریکا ملي امنیت له خطر سره مخامخ کړي.

په دې رپوټ کې ویل شوي چې د افشا شویو معلوماتو په جمله کې ۷۸ ځلې هغه معلومات شامل دي چې د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې د روانو پلټنو په اړه دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG