لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جاپان په ناگاساکي ښار د ایټم بم د حملې ٧١ کلیزه دستوره


په ناگاساکي دا بم غورځول شوی و. په دې تصویر کې دغه بم په باندې د حملې نه څو ورځې وړاندې جهاز ته وړل کیږي
په ناگاساکي دا بم غورځول شوی و. په دې تصویر کې دغه بم په باندې د حملې نه څو ورځې وړاندې جهاز ته وړل کیږي

په دویم عالمي جنگ کې د جاپان په ناگاساکي ښار باندې د امریکې د ایټم بم د غورځولو د یو اوایه یم کال د پوره کیدو په دستوره کې جرسونه وغږول شول.

د ناگاساکي په پیس پارک یا د امن په باغ کې د دستورې په موقع په زرگونو خلک راغونډ شوي وو او خاموشي يي اختیار کړه.

جرسونه د ناگاساکي په وخت سحر دوه منټه دپاسه یولس بجي وغږول شول. دا هم هغه وخت دی چې د فیټ مین یا د غټ سړي په نوم ښار دپاسه د بي ټونټي ناین جهاز نه راغوځول شوی بم وچاودیدو.

د اوایه زره نه زیات خلک په سمدستي ووژل شو او په زرگونو نور کسان په ورستو میاشتو او کلونو کې د ایټمي تابکارۍ دلاسه وژل شو.

د دستوري په شریک والو کې د کال نونسوه پنځه څلویښتم د اگست د میاشت په نهمه نیټه شوي حمله کې ژوندي پاتي شوي کسان او د پنځوسو نه زیاتو هیوادونو استازي شامل وو چې پکې د ځینې ایټمي هیوادونو نمایندگان هم موجود وو.

د جاپان وزیراعظم شینزو ا بی وویل دستوره ددې خبرې یادگیرنه کوي چې په نړۍ کې د ایټمي وسلو مخه نیول څومره ضروري دي.

وزیراعظم شینزو ابی وویل د ایټم بمونو ښکار هیواد په توگه، جاپان دا دریځ لري چې د ایټمي وسله د خوریدو مخه دې ونیولی شي.

د ناگاساکي میر یا ښار وال ټومیشه په عالمي مشرانو غږ وکړو چې د ایټمي وسلو نوغی دې وباسي او وې وویل د ایټم بم تباه کارۍ د ځان خبرولو دپاره دې د هغه د ښار دوره وکړي. هغه د صدر براک اوباما خبره تکرار کړه چې نړۍ دې د هیرو شیما نه سبق ذده کړي. بر اک اوابام وړمبی امریکايي صدر دی چې د هیرو شیما دوره يي وکړه. په هیرو شیما د ناگاساکي نه درې ورځې وړاندې ایټم بم غورځول شوی و.

د ناگاساکي ښار والی د جاپان په حکومت هم غږ وکړو چې د ایټمي وسلو نه پیدا کولو او نه د ساتلو خپل اصول ته دې قانوني شکل ورکړي او د جاپان په خاوره دې په ایټمي وسلو پابندي ولگول شي.

په ناگاساکي د ایټم بم د غورځیدو شپږ ورځې ورسته جاپان په دویم عالمي جنگ کې د اتحادي ځواکونو په مخکې خپل شکست تسلیم کړو.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG