لاس رسیدونکی لینک

د فلسطین حماس ډله تازه ډزبندۍ ته ‏رضا شوې ده


اسرائیل ویلي حماس لخوا د راکټو د حملو په ځواب کې به يي غزه کې خپله هوائي، زمیني او د سمندري پوځ کاروائي بیا شورو کوي. اسرائیلي بیان کې ویل شوي ډز بندي د غزه د اولس د خیر ښیگړې دپاره پرځائې کړی شوي وه

د فلسطین وسله والې ډلې حماس ویلي اسرائیل سره روان جنگ کې د تازه جنگ بندۍ احترام به کوي. د انساني خواښوگۍ په بنیاد کیدونکې جنگ بندي به د مقامي وخت سره سم د ماسپښین په دوه بجي شورو کیږي.

اسرائیل د حماس بیان ته په سمدستي توگه څه ځواب نه دی ویلی.

د اتوار په ورځ د حماس بیان پس له هغې راغلو چې اسرائیل د حماس د راکټو د حملو په ځواب کې په غزه حملې شورو کړې. حماس په اسرائیل راکټې په داسې وخت ویشتلې کله چې د وړاندې نه پرځائې ډزبندي ختمیدله.

اسرائیل ویلي حماس لخوا د راکټو د حملو په ځواب کې به يي غزه کې خپله هوائي، زمیني او د سمندري پوځ کاروائي بیا شورو کوي. اسرائیلي بیان کې ویل شوي ډز بندي د غزه د اولس د خیر ښیگړې دپاره پرځائې کړی شوي وه.

فلسطینیانو ویلي د ډز بندۍ ختمیدو ورسته بمبارۍ کې درې فلسطینیان وژل شوې دي.

اسرائیل ویلي وو د خالي په ورځ پرځائې کړی شوي د ١٢ گنټو ډزبندي به زیاتوي. خو اسرائیل دا هم ویلي د حماس د راکټو د حملو ځواب به ورکوي او غزه کې به هغه سرنگونه لټوي او تباه کوي به يي د کومو دلارې چې حماس اسرائیل ته وسله او وسله وال لیږي.

حماس اسرائیل لخوا د خالي د ورځې ډزبندۍ کې اضافه ردکړې وه او غوښتنه يي کوله چې اسرائیل دې د غزه نه خپل ځواکونه بیرته وباسي.

خو ورسته حماس ډزبندۍ کې اضافې ت راضي شو.

د اسرائیل او حماس په جنگ کې فلسطینیان وايي د ١٠٠٠ نه زیات کسان وژل شوي دي.

جگړه کې ۴٣ اسرائیلي عسکر او دوه ملکي کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG