لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرائيل په حمله کې دحزب الله شپږ غړي وژل شوي


د لبنان ځينې چارواکو په حمله کې د حزب الله د غړو د وژنې پخلی کړی دی .
د لبنان ځينې چارواکو په حمله کې د حزب الله د غړو د وژنې پخلی کړی دی .

راپورونه د لبناني شيعه ډلې حزب الله لخوا وايي چې د گولان په غرونو کې يې د اسرائيل په فضائي بمبارۍ کې د يو کمانډر په گډون شپږ غړي وژل شوي دي ، ولې د اسرائيل پوځ په دغې اړه څه نه دي وئيلي .

راپورونه وايي اسرائيلي هيلي کاپټر د اتوار په ورځ د اسرائيل د قبضې لاندې د شام د غريئزې سلسلې گولان سره نزدې د شام په قنتېره نومې صوبه کې په يوه قافله باندې بم توغولی دی .

او فضايي حمله کې د حزب الله د پخواني مشر عماد مغنيه زويې جهاد مغنيه او د دغه تنظيم يو بل مهم کمانډر ابوعيسي سره د ملگرو وژل شوي دي ، او د لبنان ځينې چارواکو په حمله کې د حزب الله د غړو د وژنې پخلی کړی دی .

د جهاد مغنيه پلار عماد مغنيه د حزب الله وتلی کمانډر ؤ ، او هغه اسرائيل او امريکې ته د ترهگرۍ په څو غټو کاروايانو کې مطلوب وو . او هغه په کال ۲۰۰۸م کې دمشق کې شوې يوې موټري بمي چاؤدنه کې وژل شوی ؤ .

د تازه حملې د خبراسرائيلي پوځ پخلی يا ترديد نه دی کړی ، ولې د حزب الله د انتظام لاندې لبناني ټي وي چېنل ٫٫ المنار٬٬ د دغې حملې په اړه خپله يوه تبصره کې وئيلي ، د اسرائيل حمله داسې گرانه ثابتېدی شي چې دا به د منځني ختيز امن په داؤ ولگوي .

د حزب الله ټي وي چېنل حمله کې د وژل شوؤ کسانو نومونه نه دي وئيلي ، ولې پخلی يې کړی دی چې وژل شوي کسان د دغې تنظيم جنگيالي دي .

څو ورځې وړاندې د حزب الله مشر حسن نصرالله په شام کې د اسرائيل فضايي کاروايانو باندې اندېښنې څرگند کړې او دا يې جارحيت گرځولی ؤ . حسن نصرالله خبرداری ورکړی ؤ ، چې حزب الله يو لويې قوت جوړ شوی دی او د شام حکومت او نورو اتحاديانو ته يې د اسرائيلي کاروايانو د ځواب کولو د پوره حق لرو وئيلي ؤ .

شام کې په تېرو څلورو کلونو کې روانه حانه جنگۍ کې حزب الله د صدر بشارالاسد اتحادي پاتې شوې ، او د تنظيم په سلگونو جنگيالي د شامي پوځ سره اوږه په اوږه د سني باغيانو سره په جگړه بوخت دي .

د لبنان ميډيا او څيړونکي وايي د اسرائيل حمله د حسن نصرالله د وينا ځواب دی ، چې په نتيجه کې به يې د دواړو فريقېنو ترمينځ اړی گړی زيات شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG