لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسراېلیانو امنېت زما لومړی کار دی: نېتن یاهو


د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیتن یاهو ویلي هغه د امریکاېي صدر باراک اوباما عزت کوي او امریکا سره مضبوطې اړیکې ساتل غواړي خو زیاته کړی ېې ده د اسرائیلیانو امنیت د هغه ستر فرض دی.

ښاغلی نیتن یاهو راتلونکې اونۍ د واشنگټن د لانجمن سفر وړاندې د یروشلم مقدسو ځایونو په زیارت تللې وو.

اسرائیلي وزیر اعظم به د امریکا دغه سفر کې دامریکاېي سینټ د سپیکر جان بېنر په بلنه د راروانې نهې په ورځ د امریکا کانگرس ګډې غونډې ته وینا کوي. امکان دې چې پدغه وینا کې به ښاغلې نېتن یاهو د ایران ایټمي پروگرام پرسر د ایران سره روانو خبرو اترو مخالفت کوي.

په یروشلم کې د مقدسو ځایونو دزیارت به وخت ښاغلي نیتن یاهو ویلي د ده ذمه واري نه یواځې د اسرائیل بلکه د یهودیانو د راتلونکي په حقله فکر کول هم دي.د جرمني د عسکرو د لاسه د یهودیانو قتل عام خبره کولو په وخت هغه اویل چې ٨٠ کاله وړاندې چې زمونږ د تباه کولو منصوبه جوړیده نو چا هم خپل غږ نه وو پورته کړې. خو نن دا زما ذمه واري ده.

امریکا او د نړۍ شپږ لوئې طاقتونه د ایران سره د ایټمي پروګرام په سر معاهده کولو هسې کوي چې ایران د ایټمي وسلې جوړولو نه اودروي.

خو وزیراعظم نیتن یاهو ګڼي دغه به ښه جوړ جاړې نه وي ځکه دغې معاهدی سره به ایران ته ډیرې اسانتیاوې ورکړی شي او د ایټمي بم جوړولو صلاحیت به ورسره هم پاتې شي. هغه زیاته کړی چې دغهقسمه معاهده به د اسرائیل وجود په خطر کې واچوي.

د امریکا صدر بارک اوباما انتظامیه وائي چې ایران به ایټم بم جوړولو ته نه پریږدي او زیاتوي چې د اسرائیل د امنیت لپاره هم ژمن دې. خو اوباما انتظامیه پدې خوشحاله نه دي چې د ریپبلیکن مشر جان بېنر اسرائیلي وزیر اعظم ته په کانگرس کې د وینا بلنه د سپینې مانړۍ نه د اجازی بغیر ورکړې ده. د ډیموکریټک ګوند ځني غړي د ښاغلي نیتن یاهو د وینا بائیکاټ کولو پلان هم لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG