لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرائیل د شام جنگي جهاز راغورځولی دی


د شام د خانه جنگۍ په مهال حکومتي ځواکونه دولت اسلامي او جبه نصره خلاف جنگیږي. شامي ځواکونه د جبه نصره سره په خصي توگه د گولان په غونډیو کې جنگ کې ښکیل دي
د شام د خانه جنگۍ په مهال حکومتي ځواکونه دولت اسلامي او جبه نصره خلاف جنگیږي. شامي ځواکونه د جبه نصره سره په خصي توگه د گولان په غونډیو کې جنگ کې ښکیل دي

د اسرائیل او شام په سرحدي سیمه کې اسرئیلي ځواکونو د شام یو جنگي جهاز راغورځولی دی. د جهاز پائلټ په هکله په سمدستي توگه څه نه دي ویل شوي چې ژوندی پاتې شوی او که وژل شوی دی.

اسرائیلي پوځ ویلي د شام جهاز يي په پیټریاټ مزائیل هغه وخت وویشتو کله چې د گولان په غونډیو د اسرائیل فضائي حدود ته راواوړیدو.

د شام حکومت مطبوعاتو د عسکري سرچینو له قوله په جهاز د اسرائیلي حملې تصدیق کړی دی او ویلې يي دي چې اسرائیل د دولت اسلامي او القاعده سره تړلې جبه نصره په ملاتړ دغه گام اخیستی دی.

د شام د خانه جنگۍ په مهال حکومتي ځواکونه دولت اسلامي او جبه نصره خلاف جنگیږي. شامي ځواکونه د جبه نصره سره په خصي توگه د گولان په غونډیو کې جنگ کې ښکیل دي.

د جنگي جهاز د غورځولو نه درې هفتې وړاندې اسرائیل په د گولان په غونډیو کې یو بې پائلټه جهاز یا ډرون هم غورځولی وو چې اسرائیلي فضائي حدودو کې داخل شوی وو.

د گولان غونډۍ د اسرائیل په شمال کې پرتې دي. اسرائیلي حکومت ددغه غرنۍ سېمې تشهیر د سیلگرۍ مقام په توگه کوي چې د قدرتي نظارو او پخواني اثارونه ډکه علاقه ده.

خو اسرائیل دغه سیمه د شام قبضه کړې ده. د کال ١٩٦٧ د اسرائیل او عربانو په جنگ کې د اردن او مصر ته د ماتې ورکولو ورسته اسرائیلي ځواکونو د گولان مخه وکړه. د کال ١٩٦٧ جگړه کې چې د شپږ ورځو جنگ په نوم یادیږي په اخیرې دواو ورځو کې اسرائیل د گولان غونډۍ ونیولې.

د کال ١٩٧٣ د یوې معاهدې د لاندې گولان کې د اسرائیل او شام ځواکونه یو بل نه د لرې ساتلو په غرض سیمه کې د ملگرو ملتونو سوله ساتونکې عسکر پرځائې کړی شوې دي.

د گولان غونډیو د ائنده په موضوع د اسرائیل او شام ترمنځ روانې خبرې اترې د کال ٢٠٠٠ راهسې د تعطل ښار شوې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG