لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فلسطینیانو په وژنه په ٢ اسرائیلیانو د قتل فرد جرم لگول شوی


تیر کال د جولائي په میاشت کې د یوې فلسطیني کورنۍ دریو غړو د وژل کیدو په سر اسرائیل په دواؤ اسرائیلیانو د قتل فرد جرم لگولی دی. په وژل شوو فلسطینیانو کې د ١٨ میاشتو یو ماشوم هم شامل وو چې په حمله کې په خپل کټ کې پروت په اور وسوزیدو
تیر کال د جولائي په میاشت کې د یوې فلسطیني کورنۍ دریو غړو د وژل کیدو په سر اسرائیل په دواؤ اسرائیلیانو د قتل فرد جرم لگولی دی. په وژل شوو فلسطینیانو کې د ١٨ میاشتو یو ماشوم هم شامل وو چې په حمله کې په خپل کټ کې پروت په اور وسوزیدو

تیر کال د جولائي په میاشت کې د یوې فلسطیني کورنۍ دریو غړو د وژل کیدو په سر اسرائیل په دواؤ اسرائیلیانو د قتل فرد جرم لگولی دی. په وژل شوو فلسطینیانو کې د ١٨ میاشتو یو ماشوم هم شامل وو چې په حمله کې په خپل کټ کې پروت په اور وسوزیدو.

د انصاف وزارت ویلي په مجموعي توگه څلورو اسرائیلیانو باندې د فلسطینیانو جان او مال ته د ترهگرۍ په نتیجه کې د نقصان رسولو په سر فرد جرم عائد کړی شوی دی.

د اسرائیل یروشلم پوسټ نومې ورځپاڼې د پولیس په حواله خپل رپورټ کې ویلي پولیس داسې شواهد ترلاسه کړې چې ښائي دغه کسان په یروشلم ښار اور لگولو او په یو فلسطیني شپون باندې په حمله کې ککړ دي.

د جولائي په میاشت کې په زرگونو خلکو په فلسطیني کورنۍ د شوي تشدد غندنې دپاره احنجاجونه وکړل. په وژل شوو کسانو د ماشوم مور او پلار شامل وو. د ماشوم څلور کلن رور په حمله کې ژوندی پاتې شوی دی.

د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو د حملې غندنه کړې وه او دا يي ترهگري بولي وه.

خو د فلسطین لیبریشن ارگنائزیشن نومې تنظیم مشر صائب عرکات د پیښې ذمه واري په اسرائیلي حکومت اچولې وه. هغه ویلي اسرائیلي حکومت د فلسطینیانو خلاف تشدد راپاروي او د نفرت په بنیاد د فلسطینیانو په مزکو د یهودیانو اباد کاري کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG