د دواو ورځو د بندیز ورسته، اسرائیل غزه ته تلونکې دوه سرحدي لارې بیا پرانستلې دي.
غزه نه د راکټ حملې ورسته، اسرائیل غزه ته د کیمرم شیلوم او ایریز لارې وو تړلې.
په اسرائیل غزه نه د اتوار په ورځ دوه راکټونه ویشتلی شوي وو. په حملې په نتیجه کې څه نقصان یا مرگ ژوبله نه وه رامینځته شوي.
د جولائي او اگست په میاشت کې د فلسطین حماس ډلې او اسرائیل ترمنځ د ٥٠ ؤ ورځو جنگ د خاتمې ورسته اسرائیل ویلي د اتوار د ورځې حمله وړمبی راکټ برید وو چې په اسرائیل شوی.
د اگست په ٢٦ مه نیټه ترسره شوي ډز بندي تر دا وخت پرځائې ده. د حماس او اسرائیل په جنگ کې د ٢٠٠٠ نه زیات خلک وژل شوي وو چې زیاتره پکې فلسطینیان وو.