اسرائیلي مامورین وايي په ویسټ بینک کې فلسطیني کس خپل موټر د اسرائیلیلیانو په یوه ډله ور اوخیږولو چې په نتیجه کې يي درې اسرائیلیان زخميان شول او پولیسو حمله کونکی په ډزو ووژلو.
د اسرائیلي چارواکو په وینا حمله کې زخمي شوي دوه کسان لا اوس هم هسپتال کې دي.
د اکتوبر د میاشت راهسې شوي اسرائیل د فلسطینیانو لخوا په اسرائیلیانو د حملو سره مخ دی چې د اتوار یا د یکشنبې په ورځ واقعه پکې ورستۍ پیښه وه.
د تشدد لړۍ دې گنگوسو راپارولې چې گني اسرائیل په ختیز یروشلم کې په بیت المقدس قبضه کول غواړي. دغه ځائې یهودیان هم په مذهبي توگه مقدس مقام گڼي.
د تشدد په تازه لړۍ کې ١١ اسرائیلیان او ٧٣ فلسطینیان وژل شوې دي.
اسرائیل په بیت المقدس د قبضې خبره ردوي او په فلسطیني مشرانو الزام لگوي چې ځوانان تشدد ته هسوي.
فلسطیني چارواکې کوښښ کوي چې اسرائیل خلاف د جرمونو نړي وال عدالت انټرنیشنل کریمینل کورټ کې مقدمه شورو کړي. فلسطیني مشران په اسرائیل د جنگي جرمونو او د ملکي کسانو خلاف د ضرورت نه د زیات طاقت استعمالولو الزام لگوي. اسرائیل فلسطیني الزامات ردوي.