لاس رسیدونکی لینک

اسرائیل کې فلسطینیانو په یهودیانو تازه حملې کړې دي


اسرائیل کې د تشدد تازه لړۍ د دې گنگوسو ورسته شورو شوه چې گني اسرائیل په خیتز یروشلم کې د العقصا جومات یا بیت المقدس د نیولو منصوبه جوړه کړې ده. اسرائیلیان هم بیت المقدس خپل مقدس مذهبي مقام گڼي

د اسرائیل په بیئر شیبا ښار کې ٢١ کلن عرب اسرائیلي چې د ټوپک او چاړه په لاس وو د اتوار یا یکشنبې په ورځ د ښار د بسونو په اډه کې یو اسرائیلي فوجي وژلو او ١٠ نور کسان يي زخمیان کړل. پولیس حمله کونکی هم وژلو.

د واقعې عیني شاهده سیما کوسیشویلي خبریالانو ته وویل پولیس ته پکار ده چې امنیتي اقدامات نور هم سخت کړي ځکه چې په داسې ماحول کې ژوند نشي کولی چې خلک پکې کار روزگار دپاره د خپل کور نه نشي راوتلی.

د ایریټریا یو مهاجر هم د اتوار په ورځ پولیس ووژلو. په هغه شک وو چې دویم حمله کونکی دی.

په خیتز یروشلم کې د یهودیانو او مسلمانانو ابادۍ یو بل نه جدا کولو دپاره پولیس په یو دیوال کار شورو کړی دی چې دا رنگ د تشدد مخه ونیولی شي.

د یروشلم اوسیدونکی عنان متار وايي دا د تعصب دیوال دی. په ویسټ بینک کې د وړاندې نه یو دیوال موجود دی خو اوس دوي د یروشلم اوسیدونکی یو بل نه جدا کول غواړي.

اسرائیل کې د تشدد تازه لړۍ د دې گنگوسو ورسته شورو شوه چې گني اسرائیل په خیتز یروشلم کې د العقصا جومات یا بیت المقدس د نیولو منصوبه جوړه کړې ده. اسرائیلیان هم بیت المقدس خپل مقدس مذهبي مقام گڼي.

که څه هم اسرائیل دغه گنگوسې رد کړې خو د تشدد په ختمولو کې يي لاس نه دی کړی.

د امریکې خارجه وزیر جان کیري عامو خلکو د حملو غندنه کړې ده. هغه ویلي داسې قسمه حملې هیڅ جواز نه لري خو هغه په یو فریق هم د تشدد شورو کولو الزام نه دی لگولی.

جان کیري اراده لري چې اسرائیلي وزیراعظم بینجم نیټن یاهو او فلسطیني صدر محمود عباس سره بیل بیل ملاقاتونه وکړي .

XS
SM
MD
LG