لاس رسیدونکی لینک

منځني ختیز کې خونړی تشدد او د ډزبندۍ کوششونه جاري دي


د شورو په ورځ جان کیري فلسطیني صدر محمود عباس او اسرائیلي وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو سره جدا جدا خبرې اترې وکړي

د اسرائیل او فلسطین حماس ډلې ترمنځ د روان جنگ په ١٦ مه ورځ د اسرائیل هوائي بمبارۍ غزه کې درې فلسطینیان وژلې دي بلخوا فریقینو ترمنځ ډزبندۍ دپاره سفارتي کوششونه هم جاري دي او د امریکې خارجه وزیر جان کیري ویلي د سولې په لړ کې څه قدرې پرمختگ شوی دی.

د شورو په ورځ جان کیري فلسطیني صدر محمود عباس او اسرائیلي وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو سره جدا جدا خبرې اترې وکړي.

محمود عباس سره د خبرو ورسته، جان کیري وویل په تیرو ٢۴ گنټو کې د سولې په لړ کې پرمختگ کړی دی.

د اسرائیل پوځ ویلي د شورو په ورځ يي دوه نور عسکر وژل شوې دي. دا رنگ په روان جگړه کې د وژل شوو اسرائیلي پوځیانو شمیره ٢٩ ته رسیدلې ده. بل لوري ته، شا او خوا ٧٠٠ فلسطینیان وژل شوي دي چې زیاتره ملکي کسان دي.

د حماس او اسرائیل ترمنځ جنگ پس له هغې شورو شو چې حماس په اسرائیل د راکټو حملې کولې او په ځواب کې يي اسرائیل د حماس په هدفونو بمباري شورو کړه.

سولي دپاره کوششونه د مصر په هلوځلو شورو شوي دي.

د ملگرو ملتونو مشر بان کې مون هم جنگ کې ښکیل فریقینو باندې د ډز بندۍ غږ کړی دی. هغه وویل هیچ چا ته نه دي پکار چې د مذاکراتو په ځائې د مسلو د هوارولو دپاره جنگ ته لاس واچوي.

XS
SM
MD
LG