لاس رسیدونکی لینک

اسرائیل د اسلامک جهاد غړی په نخښه کړی


د اسرائیلي هوائي پوځ ایف ١٦ جهاز
د اسرائیل پوځ ویلي شمالي غزه کې د فلسطین یو وسله وال په نخښه کولو د پاره يي هلته هوائي حمله کړې ده.
د اسرائیل هوائي پوځ ویلې حمله کې د اسلامک جهاد نومي تنظیم غړی ٢٢ کلن احمد سعد ویشتل شوی دی. اسرائیل ویلې احمد سعد د تیر زیارت په ورځ د اسرائیل جنوبي ښار اشکیلون په پنځه راکټو ویشتلی وو خو د اسرائیل د راکټو پرضد دفاعي نظام د راکټو مخه ونیوله.
داسرائیل په سعد په اسرائیل د حملې د منصوبه سازۍ الزام هم لگولی دی.
د امریکا ایسوسې ایټډ پریس خبرې ادارې ویلې اسلامک جهاد ددې خبرې تصدیق کړی جې احمد سعد د اتوار په ورځ په هدف کړی شوی دی.
چارواکو ویلي سعد او د هغه سرې نزدې یو ١٢ کلن هلک حمله کې سخت زخمي شوي دي. د سعد حالت نازک ښودلی کیږي.
XS
SM
MD
LG