لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرائیل د حماس ٣ اهم مشران وژلې


د فریقینو ترمنځ د جولائي په اتمه نیټه شورو شوي جنگ کې ٢٠٥٠ فلسطینیان، ٦۴ اسرائیلي عسکر او درې ملکي اسرائیلیان وژل شوې دي
د فریقینو ترمنځ د جولائي په اتمه نیټه شورو شوي جنگ کې ٢٠٥٠ فلسطینیان، ٦۴ اسرائیلي عسکر او درې ملکي اسرائیلیان وژل شوې دي

د اسرائیل جنگي هوائي جهازونو د فلسطین په جنوبي غزه باندې بمباري کړې ده او د فلسطین حماس ډلې ویلي بمبارۍ کې يي درې اهم مشران وژل شوې دي.

د چارواکو د وینا ترمخه د زیارت په ورځ سحر وختي رفا کې شوي بمبارۍ څلور منزله ودانۍ په نخښه کړه چې پکې لږ تر لږه پنځه نور کسان هم وژل شوې دي.

د اسرائیل پوځي ترجمان د حماس د دواو کمانډرانو د وژنې تصدیق کړی چې نومونه يي محمد ابو شمالی او رائد العطار ښودل شوې دي. اسرائیل په وژل شوو کسانو اسرائیل خلاف د ترهگرۍ لویو حملو الزام لگولی دی.

ترجمان وویل د اسرائیل خلاف حملو کې د اسرائیلي عسکرو وژنې او په کال ٢٠٠٦ کې د اسرائیلي پوځي گیلاډ شلیت شامل دي.

اسرائیل ویلي د زیارت په ورځ شوي اسرائیلي بمباري د هغه هوائي حملو برخه ده چې پکې ٢٠ هدفونه په نخښه کړی شوې دي او د حماس د راکټو په ځواب کې ترسره شوې دي.

یوه ورځ وړاندې د اسرائیل په بمبارۍ کې د حماس عسکري کمانډر محمد دائیف ښځه او ماشوم زوی وژل شوې دي.

د ملگرو ملتونو سکیورټي کاونسل، امنیتي شورا، د شورو په ورځ د حماس او اسرائیل ترمنځ د لسو ورځو ورسته د تشدد په بیا شورو کیدو تویش څرگند کړو. د کاونسل ١٥ واړو غړو په اسرائیل او حماس غږ وکړو چې جگړه د ودروي او د اوږد مهاله امن دپاره دې د مذاکراتو په میز کښېني.

د فریقینو ترمنځ د جولائي په اتمه نیټه شورو شوي جنگ کې ٢٠٥٠ فلسطینیان، ٦۴ اسرائیلي عسکر او درې ملکي اسرائیلیان وژل شوې دي.

فلسطینیان غوښتنه کوي چې د اسرائیل دې د غزه محاصره ختمه کړي او اسرائیل وايي حماس دې وسله د لاسه ورکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG