لاس رسیدونکی لینک

فلسطیني زنانه اسرائیلي په چړو زخمي کړی


په تیره یوه هفته کې په یروشلم او ویسټ بینک کې څلور اسرائیلیان په ډزو او د چړو په حملو کې وژل شوې دي. اسرئیلي عسکرو څلور فلسطینیان وژلې دي چې پکې یو ١٣ کلن هلک هم شامل دی. د تشدد لړۍ خوره شوې ده او فلسطینیانو د نوي پاسون ویره يي راپارولې ده

د یروشلم په قدیمه برخه کې په یهودیانو د فلسطینیانو د حملو په تازه پیښه کې یوې زنانه یو یهودي په چاړه وهلو او زخمي يي کړو په جواب کې د حملې ښکار کس دغه ښځه په ډزو زخمي کړه.

د تشدد په بله پیښه کې یو فلسطیني وسله وال د اسرائیل په جنوبي ښار کریات گټ کې په یو اسرائیلي پوځي حمله وکړه او په چاړه يي وهلو. پولیس ویل اسرائیلي امنیتي ځواکونو د حمله کونکې تعقب وکړو او وې وژلو.

د شورو یا چارشنبې په ورځ شوي د تشدد پیښو د اسرائیلیانو او فلسطینیانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات کړی دی.

اسرائیل په شرقي یروشلم یا د ښار په قدیمه برخه کې په هغه فلسطینیانو پابندي لگولې وه چې هلته يي کورونه وو. خو د سهشنبې یا نهې په ورځ دغه پابندي ختمه کړی شوه.

د اقصا جومات هم په ختیز یروشلم کې موجود دی. لکه د مسلمانو په رنگ یهودیان هم جومات د ټیمپل ماونټ په نوم خپل مقدس ځائې گڼي.

فلسطینیانو سره د په تاوتریخوالي کې د اضافی له امله اسرائیلي وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو خپله د جرمني دوره وځنډوله.

په تیره یوه هفته کې په یروشلم او ویسټ بینک کې څلور اسرائیلیان په ډزو او د چړو په حملو کې وژل شوې دي. اسرئیلي عسکرو څلور فلسطینیان وژلې دي چې پکې یو ١٣ کلن هلک هم شامل دی.

د تشدد لړۍ خوره شوې ده او فلسطینیانو د نوي پاسون ویره يي راپارولې ده.

XS
SM
MD
LG