لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرائیلي عسکرو ٢ فلسطینیان وژلې


اسرائیل گڼ شمیر فلسطینیان نیولې دي چې زیاتره پکې د حماس غړي دي او لږ تر لږه څلور فلسطینیان په کاروائي کې وژل شوي هم دي
اسرائیل گڼ شمیر فلسطینیان نیولې دي چې زیاتره پکې د حماس غړي دي او لږ تر لږه څلور فلسطینیان په کاروائي کې وژل شوي هم دي
د فلسطین په غربي غاړه کې په دواؤ بیلا بیلو نښتو کې اسرائیلي عسکرو دوه فلسطینیان وژلې دي. تشدد په داسې مهال رامېنځته شوی چې اسرائیلې پوځ د دریو بې درکه اسرائیلی هلکانو د لټون په کار کې مصروف دی.
اسرائیلي پوځ ویلې یو فلسطیني کس نابلوس کې په داسې حال کې وژل شوی چې هغه د خبردارۍ دپاره شوي ډزې نظر انداز کړې او د اسرئیلي عسکرو په لورې په خطرناک انداز کې روان وو. خو د وژل شوي کس کورنۍ د فرانس خبري ادارې ای ایف پي ته ویلي هغه د ذهني ناروغۍ ښکار وو.
دویم فلسطیني کس رمله کې په ډزو کې ووژل شو. رمله غربي غاړه کې د فلسطیني انتظامي ادارې مرکز دی.
د اسرائیل درې هلکان چې یو امریکائي شهریت هم لري د جون د میاشت په ١٢ مه نیټه غربي غاړه کې بې درکه شوي دي. اسرائیل د فلسطین په وسله والې ډلې حماس د هلکان د تښتولو الزام لگوي خو حماس يي درونه کوي.
د اسرائیل وزیراعظم بین جمن نیټن یاهو ویلې د اسرائیلي هلکانو بې درکه کیدل د حماس او فِتح د ائتلافي حکومت د جوړیدو نتیجه ده. اسرائیل حماس ترهگر تنظیم گرځولی دی.
یو فلسطیني ترجمان ویلي هلکان د غربي غاړې په هغه سیمه کې بې درکه شوي چې د اسرائیل د انتظام د لاندې ده او فلسطیني چارواکې د هلکانو په لټون کې د اسرائیل سره مرسته کوي.
اسرائیل گڼ شمیر فلسطینیان نیولې دي چې زیاتره پکې د حماس غړي دي او لږ تر لږه څلور فلسطینیان په کاروائي کې وژل شوي هم دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG