لاس رسیدونکی لینک

اسرائیل غزه کې په ١٠ هدفو حملې کړې


د محمد ابو خدیر مړی د شورو په ورځ د مشرقي یروشلم په ځنگل کې موندلی شوی وو. یوه گنټه وړاندې هغه د کور سره نزدې موټر کې تښتول شوی وو

د اسرئیل جنگي هوائي جهازونو د فلسطین په غزه سېمه کې ١٠ هدفونه په نښه کړې دي او اسرائیلي پوځ ویلي په نښه کړی شوي ځایونو نه فلسطینیانو په اسرائیل راکټې ویشتلې وي.

بلخوا د تیرو څو ورځو راهسې مشرقي یروشلم او ځېنې نور ښارونو کې د اسرائیلې پولیس او فلسطینیانو ترمنځ نخښې روانې دي.

تیره میاشت په ویسټ بینک یا غربي غاړه کې د دریو اسرائیلي هلکانو د تښتول کیدو او وژل کیدو ورستو سیمه کې تاو تریخوالی زیات شوی دی. د اسرائیل د هلکانو د وژنې الزام د فلسطین وسله والې ډلې حماس باندې لگولی دی.

د فلسطین سرکاري وکیل ویلي د یو وژل شوي فلسطیني هلک پوسټ مارټم ښائي مرگ يي په اور د سوزیدو په نتیجه کې رامېنځته شوی دی. د فلسطیني هلک په هکله ویل کیږي چې په انتقام کې وژل شوی دی.

د محمد ابو خدیر مړی د شورو په ورځ د مشرقي یروشلم په ځنگل کې موندلی شوی وو. یوه گنټه وړاندې هغه د کور سره نزدې موټر کې تښتول شوی وو.

اسرائیلې پولیس ویلي د خدیر د وژنې په لړې کې يي ځېنې مشکوک کسان نیولې دي.

XS
SM
MD
LG