لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران او شام دمشق سره نزدې د اسرائیلي بمبارۍ غندنه کړې

د ایران سرښار تهران کې خبري کانفرنس ته په شریکه وینا کې ایراني خارجه وزیر محمد جواد ظریف او د شام خارجي وزیر ولید معلم اسرائیلي حکومت د شام خلاف جنگیدونکو باغیانو په رنگ ترهگر ووبلل

د ایران او شام خارجه وزیرانو د شام سرښار دمشق سره نزدې د اسرائیل هوائي بمبارۍ غندنه کړې ده.

د ایران سرښار تهران کې خبري کانفرنس ته په شریکه وینا کې ایراني خارجه وزیر محمد جواد ظریف او د شام خارجي وزیر ولید معلم اسرائیلي حکومت د شام خلاف جنگیدونکو باغیانو په رنگ ترهگر ووبلل.

د شام سرکاري ټیلي وژن ویلي "اسرائیلي دښمن یرغل" په دواو هدفونو یرغل کړی دی خو مرگ ژوبله يي نه دا اړولې.

د شام صدر بشارالسد خلاف څلور کاله وړاندې د بغاوت شورو کیدو راهسې اسرائیل شام کې گڼ شمیر هوائي بمبارۍ کړې دي خو په رسمي توگه يي ددې تصدیق نه دی کړی.

ایران او شام لبنان کې میشته د حزب الله ملگري دي چې د اسرائیل دښمن دی.

د گل یا دوشنبې په ورځ په ریډیو مرکه کې د اسرائیل ددفاع وزیر یوال سټائینټز نیغ په نیغه شام کې په هوائي حملو تبصره وو نه کړه خو هغه وویل اسرائیل دا تگ لاره لري چې ترهگر تنظیمونو ته به خپله وسله د بهتر کولو موقع نه ورکوي.

برطانیه کې میشته د انساني حقوقو تنظیم سیرین ابزرویټري فار هیومن رائټس، چې شام کې د جنگ د څارنې دپاره يي ځائې په ځائې مبصرین پرځائې کړې دي، وايي دمشق سره نزدې د یو پوځي مرکز چا او خوا ١٠ چاودنې اوریدل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG