لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرائیل د عراقي کردانو د ازادۍ حمایت کوي


د اسرائیل د عراقي کردانو د ازادۍ حمایت په سر د ترکي تعلقاتو کې تاوتریخوالی راپورته شوی دی.

اسرائیل د پخوا راهسې په دغه سیمه کې کردانو ته د عربو او ایرانیانو نه د خطر په سبب د ډهال په توګه کتنه کوي خو ترکي چې په خپل هیواد کې هم کرد اقلیت لري، د اسرایل د کردانو د ریفرنډم د حمایت يې سخته غندنه کړي ده.

ایادین سیلسین چې د ترکي یو سینېر سفارتکار دی او په دغه سیمه کې يې خدمات ترسره کړي دي وايي د انقره او د ترکي صدر اردوان غبرګون ډیر غیر جذباتي وو. دی وايي په حکومتي میډیا کې داسې ګنړ شمیر مضمونونه راغلي چې پکې لیکل شوي چې د عراق د کردانو د ازادۍ په شا اسرایل ولاړ دی. خو مونږ به د انقره لخوا عملي غبرګون ته ګورو. هغه څه ته نه کوم چې د حکومتي میډیا په رپورټونو کې راغلي.

د اسرائیل او د ترکي تر مینځه سفارتي اړیکې وس وس بیرته بحال شوي. دغه اړیکې په کال ۲۰۱۰م کې د اسرایلي کمانډوز لخوا د ۱۰ ترکيانو د وژنې وروستو سختې کړکیچنې شوې وې. دغه ترکانو هڅه کوله چې د اسرائیل لخوا د فلسطین د غزه بندیز مات کړي.

خو د اسرائیل د سیمې د کردانو سره په اړیکو د ترکي دا میاشت هغه مهال نور هم سوا شو کله چې د اسرائیل پوځي جنرال یاېر ګولان د کردانو بیلتون غوښتونکې ډله پي کی کی د ترهګرو د فهرست نه اویسته. دغه ډله د لسیزو راهسې د ترکي حکومت پرضد جنګیږي. واشنګټن او اروپايي اتحاد هم پي کی کی ترهګر ډله ګرځولي.

د دغه بیان ته انقره سخت غبرګون ښودلی دی.

خو د ترکي پخوانی سفارتکار وايي د اسرایل وزیراعظم بینجمن نیتن یاهو لخوا یو نرم بیان دا ښکاره کړه چې دواړه هیوادونه سره د اختلافونو په شریکه کار کول غواړي.

ښاغلی سیلسین وايي ٫٫ ښاغلي نیتن یاهو یو ډیر پام غوښتونکی بیان ورکو چې مطلب يې دا وو چې د اسرائیل لپاره پي کی کی یو ترهګر تنظیم دی. خو یو ازاد کردستان د دغه سیمې په مفاداتو کې دی. ٬٬

خو په دغه سیمه کې څیړنکارانو خبرداری کړی که اسرایل د کردانو مرسته په عملي توګه هم شورو کړه نو دغې سره به يې د انقره سره اړیکې خرابیږي کومې چې د دواړه لپاره تاواني دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG