لاس رسیدونکی لینک

اسرائیل په الجزیره ټیلي وژن د پابندۍ لگولو اراده کړې ده


په یروشلم کې د الجزیره دفتر

اسرائیل د مواصلاحاتو وزارت په هیواد کې په الجزیره ټیلي وژن د پابندۍ لگولو اراده کړې ده.

د مواصلاحاتو وزیر ایوب کاره د اتوار، یک شنبې، په ورځ وویل هغه غواړي چې د الجزیره د خبریالانو اجازت نامې بیرته واخیستل شي. که چرې داسې وشي نو د الجزیره صحافیان به په اسرائیل کې دنده نشي ترسره کولی.

کاره دغه اعلان په یو داسې خبري کانفرنس کې وکړو چې د الجزیره خبریالانو ته ورته د تگ اجازت نه و.

الجزیره ویلي اسرائیل د سټیشن د عربۍ او د انگریزۍ په دواړو ژبو پابندي لگول غواړي.

تیره هفته اسرائیلي وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو په الجزیره د اړي گړی د راپارولو الزام ولگول او دړکه يي وکړه چې په یروشلم کې به د سټیشن دفترې وتړي. الجزیره په الاقصا جومات باندې د اسرائیل د اضافي امنیتي اقداماتو خلاف د فلسطینیانو د احتجاجونو خبرونه نشر کړي وو.

په ورستیو ورځو کې سعودي عرب او اردن په قطر کې میشته د الجزیره دفترونه تړلې دي. ددې ترڅنگ د الجزیره په نشریاتو ددې سرت تړلې ویب پاڼو باندې په سعودي عرب، متحده عرب اماراتو، مصر او بحرین کې پابندي لگول شوي ده.

دغه څلورو هیوادونو تیره میاشت قطر سره سفارتي تعلقات ختم کړل او په دوحا يي ترهگرۍ د ملاتړ او ایران سره د نژدي تعلقاتو لرلو الزامات ولگول.

د سعودي عرب په مشرۍ کې دغه هیوادونو قطر سره تعلقاتو سمولو دپاره د ١٣ ؤ غوښتنو فهرست وړاندې کړی دی چې پکې د الجزیره د بندولو مطالبه هم شامله ده. دغه نه یوازې ترهگرۍ د ملاتړ الزامات ردوي بلکې الجزیره د بندولو غوښتنه يي هم نه ده منلي.

XS
SM
MD
LG