لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"ضرب عضب" د ۱۲ ورځو په عملياتو کې ۳۲۷ ترهگر او ۱۰ عسکر وژل شوي


عاصم باجوه پخلی کړی ، چې په شمالي وزيرستان کې په لويه شمېره کې د ازبک ترهگرو سره نور بهر ملکي ترهگرهم موجود دي ، او دغه ټول به ختمولی شي .
عاصم باجوه پخلی کړی ، چې په شمالي وزيرستان کې په لويه شمېره کې د ازبک ترهگرو سره نور بهر ملکي ترهگرهم موجود دي ، او دغه ټول به ختمولی شي .

د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې ۱۲ ورځې وړاندې د پوځ لخوا د ترهگرو په ضد د ضرب عضب په نوم پېل کړی شوؤ عملياتو په اړه د پوځ د عامو اړيکو څانگې ائي اېس پي ار ډائرېکټر جنرل مېجرجنرل عاصم باجوه وئيلي ، د زيارت د ورځې پورې په ترسره شوؤ عملياتو کې ۳۲۷ ترهگر، او وسله والو سره په جهگړه کې ۱۰ پوځي عسکر هم وژل شوي او د ترهگرو ۴۵ پټې ځالې تباه کړی شوي دي .

راولپنډۍ کې پوځي مرکز جي اېچ کيو کې خبريالانو ته د ضرب عضب اپرېشن په اړه د احوال تېرولو په مهال د ائي اېس پي ار مشر عاصم باجوه وئيلي ، چې په شمالي وزيرستان کې روان عمليات به د تحريک طالبان پاکستان او حقاني نيټ ورک په گډون د ټولو ترهگرو ډلو په ضد کولی شي .

عاصم باجوه پخلی کړی ، چې په شمالي وزيرستان کې په لويه شمېره کې د ازبک ترهگرو سره نور بهر ملکي ترهگرهم موجود دي ، او دغه ټول به ختمولی شي .

ډي جي ائي اېس پي ار وئيلي چې په شمالي وزيرستان کې د عملياتو په مهال د پاکستان پوځي د افغانستان پوځ ته د پولې پورې غاړې د افغانستان په کونړ او نورستان صوبو کې د ترهگرو په ضد د عملياتو وئيلي ، خو تر اوسه پورې په دغې اړه کوم گام نه دی پورته کړی شوی .

په عېن حال کې د زيارت په ورځ د افغانستان د قامي سلامتۍ صلاح کار رنگين دادفر سپنتا په مشرۍ کې د لوړ پوړو چارواکو يو پلاوي د اسلام اباد سفر کړی ، وزيراعظم نوازشريف ، د وزيراعظم د قامي سلامتۍ د صلاح کار سرتاج عزيز او پوځ سر لښکر جنرال راحېل شريف سره يي ليدلي دي . او په دغو ليدنو کې د دوه اړخيزه تعلقاتو په مختلفو چارو خبرې اترې شوي دي .

راپورونه وايي د رنگين دادفرسپنتا او سرتاج عزيز ترمينځ د ليدنې وروستو جارې شوې گډه اعلاميه کې وئيل شوي ، چې دواړه هيوادونه په دې خبره يو دي ، چې ترهگري د دواړو هيوادونو گډ دښمن دی او د دغې لعنت نه د ځان خلاصي دپاره به د ادارو په کچه نزدې اړيکې پکار دي .

بل لور ته د خارجه وزارت وياندې تسنيم اسلم د اوونيز پرېس بريفنگ په مهال هم وئيلي ، چې د پاکستان لخوا د ترهگرۍ د مخي نيوي دپاره روانې هڅې نه يواځې د پاکستان بلکې د افغانستان د سلامتۍ او امن دپاره هم گټورې دي .نوموړې وئيلي چې د پوځي عملياتو مقصد د سيمې نه د ترهگرۍ نوغی ويستل دي ، او دويې د افغانستان څخه طمع لري ، چې د پولې پورې مخ ته د ترهگرو په ضد گامونه واخلي ، ځکه چې ترهگر د افغانستان په خاوره پټ نه شي .

ډي جي ائي اېس پي ار وئيلي چې د پاکستان پوځ په يواځې سر شمالي وزيرستان د عملياتو صلاحيت لري ، او دغه اپرېشن د امريکايي ځواکونو سره په گډه نه دي روان . نوموړي زياته کړې شمالي وزيرستان د ترهگرو او ځان مرگي بريد کوؤنکو مرکز جوړ شوی ؤ ، او په ملک کې به د کيدونکې ترهگرۍ منصوبې هم په دغه سيمه کې جوړولی شوې .

د افغانستان پولې ته نزدې د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د روانې مياشتې په ۱۵ نېټه د ضرب عضب په نوم د ترهگرو په ضد په پراخه کچه عمليات پېل کړی شوي دي ، او په سيمه کې د پوځي عملياتو له کبله د څلور نيم لاکهه نه زيات خلکو کډې هم کړي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG