لاس رسیدونکی لینک

ائي اېس پي ار:ضرب عضب کې تراوسه پورې ۹۱۰ ترهگر وژل شوي


د ائي اېس پي ار د بيان ترمخه په عملياتو کې د بارودو ۲۷ کارخانې ، يو راکټ او يوه د وسلې کارخانه تباه کړی شوې ده . دغه رنگ د ترهگرو لخوا د ترهگرو لخوا د امنيتي ځواکونو په ضد کارېدونکې په غټه کچه وسله د وسلې ذخيرې ، د هغويي مواصلاتي نظام هم تباه کړی شوی دی .

د پوځ د عامو اړيکو څانگې ائي اېس پي ار ترمخه د پاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د جون د مياشتې د ۱۵ نېټې راهسې د وسله والو جنگيالو په ضد د ضرب عضب په نوم پېل شوي عمليات د خپل پلان لاندې دوام لري ، او تراوسه پورې په دغو عملياتو کې ټول ۹۱۰ ترهگر وژل شوي دي .

نن د شورو په ورځ د ائي اېس پي ار لخوا د ضرب عضب اپرېشن په اړه جاري شوي يو تازه بيان کې وئيل شوي ، چې د شمالي وزيرستان د کهجورۍ ، ميرعلي ، ميران شاه ، دته خېل او گړيوم جهالر ۸۸ کلوميټره سړک پاک کړی شوی ، او تراوسه پورې امنيتي ځواکونو د قبائيلي سيمې ميران شاه ، ميرعلي ، دته خېل ، بويه او ديگان علاقې چې د ترهگرو مرکزونه وو هم پاک کړي دي .

د ائي اېس پي ار د بيان ترمخه په ترسره شوؤ عملياتو کې د بارودو ۲۷ کارخانې ، يو راکټ او يوه د وسلې کارخانه تباه کړی شوې ده . دغه رنگ د ترهگرو لخوا د امنيتي ځواکونو په ضد کارېدونکې په غټه کچه وسله د وسلې ذخيرې ، د هغويي مواصلاتي نظام هم په ولقه کې اخيستل شوی دی .

او په گرد هېواد کې د انټيلي جنس په بنياد ترسره شوؤ ۲۲۷۴ اپرېشنو کې د ۴۲ ترهگر وژل شوي او ۱۱۴ سخت دريزه ترهگر نيول شوي دي .

د پوځ په وينا د ضرب عضب اپرېشن د پېل کېدو څخه تراوسه پورې د ترهگرو په ضد جهگړه کې ټول هېواد کې ۸۲ پوځي عسکر وژل شوي ، او ۲۶۹ ژوبل شوي دي . په وژل شوؤ عسکرو کې ۴۲ په شمالي وزيرستان کې ، ۲۳ د شمالي وزيرستان سره تړلو نورو قبائيلي علاقو کې او ۱۷ نور کراچۍ او بلوچستان سره د ملک په نورو برخو کې وژل شوي دي .

په شمالي وزيرستان کې د روان ضرب عضب اپرېشن په اړه د پوځي دعملياتو د ادعاؤ د ازادو سرچينو لخوا پخلی نه کيږي ، ځکه چې علاقې ته د ميډيا رسد نشتی .

د ائي اېس پي ار په تازه بيان کې وئيل شوي ، چې د قبائيلي شمالي وزيرستان نه د پوځي اپرېشن له کبله د بې کوره شوؤ خلکو مرستې هم روانې دي ، اوتراوسه پورې د کډوالو دپاره په بنو ، ډېره اسماعيل خان او ټانک کې جوړ شوؤ شپږو کېمپونو کې په ۹۷زره ۵ سوه او ۷۰ کورونو باندې ۱۹۳۷۶ ټنه راشن وېشل شوی دی .

او دغه رنگ د پوځ لخوا د بنو په خليفه گلنواز روغتون کې د زرگونو په شمېره کې دکډوالو نارينه ؤ او زنانوؤ علاج هم شوی ، د زرگونو په شمېره کې د کډوالو څاروؤ ته ويکسين لگول شوي دي .

په عېن حال کې چې پوځ ادعا کړې چې د شمالي وزيرستان پينځه مرکزي علاقې يې د ترهگرو څخه پاکې کړي ، نزدې دوه اوونۍ وړاندې د شمالي وزيرستان د امن جرگې مشرانو په سختۍ سره غوښتنه کړې وه ، چې کومې علاقې پاکې کړی شوي دويې دې بېرته خپلو کورونو ته ستانه کړی شي .

شمالي وزيرستان کې د پوځي اپرېشن څخه د لسو لکو نه زيات خلک بې کوره شوي ، او بنو ، ډېره اسماعيل خان ، ټانک او پېښور سره نورو علاقو کې د کډوالۍ ژوند تېروي . تازه پوځي بيان کې دا نه په ډاگه کړی شوې چې کومې علاقې پاکې کړی شوي دغو علاقو ته به کډوال بيرته کله ستنوي .

XS
SM
MD
LG