لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش په مستونګ کې شوي برید ذمه واري منلې


په شام او عراق کې فعاله تندروه ګوند داعش د بلوچستان صوبې په مستونګ سیمه کې شوي ځان وژونکي برید ذمه واري قبوله کړی ده.

د ګوند لخوا په خپله ویب پاڼه یو لنډ بیان کې ویل شوي د پاکستان د سینټ مرستیال مشر مولانا عبدالغفور حیدري په کاروان شوې ځان وژونکې حمله د دوي لخوا تر سره شوی. دغه چاودنه کې د مړو شمیره ۲۵ ته رسیدلې.

د پاکستان بلوچستان صوبې په مستونګ سيمه کې د جمعيت علمااسلام (ف) ډلې مشر او د سېنيټ مرستيال مشر مولانا عبدالغفورحېدري په کاروان شوې چاؤدنه کې د ۳۵ نه زيات کسان ژوبل شوي هم دي.

پېښه کې ژوبل د سېنيټ مرستيال مشر مولانا عبدالغفورحېدري مطبوعاتو سره خبرو کې ووېل، " زه يوې دینې مدرسې ته جلسې له تللی ووم د جلسې نه وروستو چې کله مونږ روان شو حمله وشوه بيا ډزې وشوې، زه په خپله ژوبل يمه ډرائیور او درې کسان راسره نور سخت ژوبل شوي دي".

پېښه کې مړه او ژوبل شوي زیاتره کسان د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علمااسلام (ف) غړي دي.

د مستونګ د ضلعې روغتون مشر ډاکټر شېراحمدساتکزۍ مطبوعاتو سره په خبرو کې د ۲۵ تنانو د وژنې پخلی کړی او ويلي يې دي روغتون ته د ۳۵ پورې ژوبل تنه راوړل شوي او د ځينو حالت پکې مرګونی دی. د ساتکزۍ په وېنا ځينې سخت ژوبل د کوئټې روغتون ته لېږل شوي دي.

له دې وړاندې د مستونګ ضلعې د پوليس مشر غضنفرعلي مطبوعاتو سره په خبرو کې وويلي داسې ښکاري دا ځانمرګی برید دی خو زياته يې کړه د پلټنو وروستو به هر څه معلوم شي. د کوئټې د پوليس مشر ډي ايي جي عبدالرزاق چیمه په وېنا دویې ته د ۳۰ نه ۴۰ پورې کسانو د ژوبلېدو خبر ترلاسه شوی دی.

داعش په وروستيو کې په پاکستان کې بریدونه سېوا کړي دي، په شام کې فعاله ترهګرې ډلې د فرورۍ په مياشت کې په سندهـ صوبه کې د صوفي لعل شهبازقلندر په مزار د ځانمرګي بريد زمه واري قبوله کړې وه، په دغه بريد کښې د ۷۰ نه زيات تنان وژل شوي چې د زياترو تعلق پکې د شيعه مسلک سره وو.

بلوچستان صوبه د افغانستان او ايران سره پولې لري او دواړه هېوادونه تور لګوي چې تُندلاري د پاکستان خاوره د دوي په ضد د ترهګر بريدونه دپاره کاروي، خو اسلام اباد دا تورورنه رودي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG