لاس رسیدونکی لینک

چک هيگل : دولت اسلامي ډله غټه خطره جوړه شوې ده


چک هيگل وايي ، چې دولت اسلامي ډله په عراق او گرده نړۍ کې د امريکايي گټو دپاره يوه غټه خطره جوړه شوې ده .

د امريکې د دفاع وزير چک هيگل وايي په شام او عراق کې فعاليت لرونکې تندروه وسله واله ډله دولت اسلاميه د نورو ترهگرو ډولو په مقابله کې غټه خطره جوړه شوې ده .

د زيارت په ورځ د امريکې په محکمه دفاع پينټاگون کې خبريالانو سره خبرو کې د دفاع وزير چک هيگل ووئيل ، دولت اسلامي ډله د خپلو صلاحيتونو ، ډېرو مالي وسائيلواو جنگي طاقت له کبله د نورو ترهگرو ډلو په مقابله کې د امريکې دپاره د غټې خطرې په توگه مخې ته راتلی شي .

نوموړي ووئيل ، چې دولت اسلامي ډله په عراق او گرده نړۍ کې د امريکايي گټو دپاره يوه غټه خطره جوړه شوې ده .

چک هيگل زياته کړه ، چې دغه تندلارې ډله د هغو ټولو وسله والو گروپونو څخه زياته منظمه ، په نوي جنگي طاقت پوره او د نورو وسائلو سره ډېره مالداره ده ، د کومو سره چې امريکه له دې نه وړاندې مخامخ شوې ده .

شام او عراق کې فعاليت لرونکې تندروه وسله واله ډله دولت اسلاميه چې د شام يوه لويه علاقه يې په ولقه کې ده ، دوه مياشتې وړاندې يې عراق پله مخه کړې وه ، او تر اوسه پورې يې د شمالي عراق په يو شمېرهغو علاقو قبضه کړې ، کومې چې د سني مسلمانانو دي .

دغه ډلې د شام او عراق په هغو علاقو کې چې د دويې د ولقې لاندې دي ، اسلامي خلافت اعلان کړی دی . او جنگيالو يې د تېرو څو اوونو راهسې د کردو په اکثريتي او نورو کم شمېرو په علاقو حملې پېل کړي دي .

دولت اسلاميه روانه اوونۍ کې په انټرنېټ يوه ويډيو هم خپره کړې ، چې په هغې کې د يو امريکايي صحافي وژل کېدل ښودل شوي ، او وئيل شوي دي ، چې دغه کار يې په عراق کې د تندلارو په ځالو د امريکې د فضائي حملو په ځواب کې اوکړو ، او امريکې ته يې د نورو حملو کولو څخه د ډډې کولو گواښ کړی دی .

پينټاگون کې چک هيگل سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې د امريکې د گډو ځواکونو مشر جنرال مارټن ډيمپسي ووئيل ، چې په دولت اسلامي تندلارې ډله کې گډون کوؤنکي اروپايان او امريکايان چې د شام او عراق د جهگړې نه که چرته بيرته خپلو هېوادونو ته ستنېږي ، نو دغه ډله د غربي هېوادونو دپاره نېغ په نېغه يوه غټه خطره جوړېدی شي .

د امريکې د صدر باراک اوباما انتظاميي په روانه مياشت کې شمالي عراق کې د تندلارې دولت اسلامي ډلې په ځالو د فضائي حملو اجازت ورکړی ؤ ، د دې دپاره چې د دغې ډلې د جنگيالو لخوا د عراق په نيمه خپلواکه کرد سيمه او نزدې د نورو کم شمېرو په علاقو د هغويې د حملو مخه ونيسي .

راپورونه وايي د اجازت وروستو د امريکي پوځ د جنگي الوتکو د لارې د تندلارې ډلې د وسلې په ذخيرو بمونه غورځولي ، او د دولت اسلامي د جنگيالو په مخ نيوي کې يې مهم کردار ادا کړی دی .

بل لور ته ځيني امريکايي چارواکي وائي ، چې د دولت اسلاميه د زور ماتولو دپاره ضروري ده ، چې د دغه تنظيم په شام کې موجودې ځالې هم په نخښه کړی شي .

XS
SM
MD
LG