لاس رسیدونکی لینک

دولت اسلاميه يو بل برتانوي وگړی وژلی


تندروه ډلې له دې وړاندې هم دوه امريکايي صحافيان او يو برتانوي وگړی د تښتولو وروستو وژلي دي .

په شام او عراق کې فعاليت لرونکي تندروه ډلې دولت اسلاميه يو بل برتانوي وگړی وژلی دی ، راپورونه وايي وژل شوی کس د دولت اسلاميه په بند کې ؤ .

د تندروه تنظيم لخوا د جمعې په ورځ په انټرنېټ يوه ويډيو خپره شوې ، چې پکې په مبينه توگه د يو برتانوي امدادي کار کوؤنکي اېلن هيننگ نه سر غوڅولی شي . راپورونه وايي که د دغې ويډيو پخلی کيږي نو د تېرې يوې نيمي مياشتې په موده کې به دا د دولت اسلاميه لخوا د څلورم مغربي وگړي وژنه وي .

تندروه ډلې له دې وړاندې هم دوه امريکايي صحافيان او يو برتانوي وگړی د تښتولو وروستو وژلي دي .

د جمعې په ورځ د تنظيم لخوا خپره شوې ويډيو چې د يو منټ او ۱۱ سيکنډو ده ، سرخط ورته ٫٫ د امريکې او د هغې د اتحاديانو د پاره د يو بل پېغام ٬٬ نوم ورکړی شوی دی .

په دغې ويډيو کې اېلن هيننگ خپل ځان معرفي کوي او وايي ، چې زمونږ پارليمان د دولت اسلاميه په ضد د حملو پرېکړه کړې ده ، او د يو برتانوي وگړي په توگه زه د دغې پرېکړې قيمت ورکوم .

په ويډيو خپل غبرگون کې د برتانېې حکومت وئيلي ، که چرته دغه ويډيو رښتيا ثابته شوه ، نو دا به د وژنې يوه دردؤنکې پېښه وي . د برتانېې د خارجه دفتر د يو وياند ترمخه حکومت د ويډيو څخه خبر دی ، او د پخلي کولو هڅې يي کوي .

دغه رنگ د امريکې يو لوړپوړې چارواکي هم وئيلي ، دويي د ويډيو د تصديق کولو هڅې کوي .

د جمعې په ورځ سپينه ماڼۍ کې خبريالانو سره خبرو کې د امريکې د صدر باراک اوباما د داخلي امنيت او ترهگرۍ د مخ نيوي د چارو مرستيال ليزا موناکو وئيلي ، که چرته د دولت اسلاميه لخوا جاري شوې ويډيو ريښتنونې ثابتيږي نو دا به د وسله والو لخوا د ظلم څرگندونه وي .

تندروه ډلې ويډيو په داسې وخت کې خپره کړې چې تېره اوونۍ د برتانيي پارليمان وزيراعظم ډيوډ کېمرون ته په شام او عراق کې د دولت اسلاميه په ضد د امريکې په مشرۍ روانو فضائي عملياتو کې د برخې اخستو اجازت ورکړی ؤ .

XS
SM
MD
LG