لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلامک سټېټ تندروه ډلې برطانوي ډېوډ هېنز وژلی


ښاغلي کېمرون د هېنز د کورنۍ سره غمرازي هم کړې
ښاغلي کېمرون د هېنز د کورنۍ سره غمرازي هم کړې

اسلامک سټېت تندروه ډلې وړاندی ددی نه دوه امریکاېي خبریالام جېمز فولې او سټېون سوټلاف سرونه هم قلم کړي وو. دغه ترهګره ډله واېي دغه امریکایان په اعراق کې د دوي په ځایونو د امریکاهواېي بریدونو په ځواب کې وژل شوي

اسلامک سټېټ تندروه ډلې وېلي برطانوي امدادي کار کونکې ډېوډ هېنز ېي وژلې. د تندروه ډلې لخوا جاري شوي د دوه نېم منټو ویډیو کې د ۴۴ کلن ډېوډ هینز وژنه ښودل شوی. څوک چې تېر کال په شام کې هغه وخت تښتول شوې وو کله چې هغه د یوی نړیوالې ادارې سره د کار لپاره رسېدلې وو.

د دغه وژنې د وېډیو وروستو د امریکا د ملګرو په نوم یو پېغام هم چلېږي چې پکې یو مخ پټ تن د برطانې په وزیراعظم تور لګوي چې هغه د اسلامک سټېټ پرضد عمالیاتو کې د امریکا ملګري جوړ شول.

د برطانې وزیراعظم ډېوډ کېمرون او د امریکا صدر بارک اوباما د ډېوډ د وژنې په سختو ټکو کې غندنه کړېده او دغه ګام ېي د ظلم ډک بللې. ښاغلي کېمرون د هېنز د کورنۍ سره غمرازي هم کړې او زیاته کړې ېی ده چې که هر څه هم او څومره وخت هم لږي د ډېوډ هېنز وژونکي به انصاف ته مخامخ کوي.

د امریکا صدر بارک اوباما هم د داعش لخوا د برطانوي کار کونکې ظالمانه وژنې غندنه کړیده. صدر اوباما وېلي نن شپه امریکا د خپلو اتلافي ملګرو او نژدی دوستانو سره اوږه په اوږه ولاړه ده. صدر اوباما وېلي امریکا به د برطانېې، او په سېمه کې د ملګرو هیوادونو سره په شریکه کار کوي چې دغه ظلم کونکي خپل انجام ته اورسوي.

اسلامک سټېت تندروه ډلې وړاندی ددی نه دوه امریکاېي خبریالام جېمز فولې او سټېون سوټلاف سرونه هم قلم کړي وو. دغه ترهګره ډله واېي دغه امریکایان په اعراق کې د دوي په ځایونو د امریکاهواېي بریدونو په ځواب کې وژل شوي. دغه ډلې د لبنان او کردستان سېمې خپل مخالفېن سرونه هم قلم کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG