لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شام کې جنګيالۍ ډلې د حکومت او روس پر ضد رايو شوي


Russia Syria
Russia Syria

په شام کې درې تندروه اسلامي ډلو د پاېه تخت دمشق په مشرقي سيمو کې د صدر اسد حکومت او د هغه پلوي روس په ضد ګډ عمليات شورو کړي. د دوي د وېب ساېټ ترمخه دغه درې ډلې النصره فرنټ چې د القاعده سره مګرتيا لري، بله احرارلشام او درېمه ډله اسلامک يونين اف جندالشام ده.

جنګيالو ډلو دغه اعلان په داسې حال کړی چې روس په شام کې له تېرو دريو هفتو راهسې د جنګي جهازونو د لارېد صدر بشارالاسد په ملاتړ کې عمليات پېل کړي. روس د عملياتو شورو کولو په وخت وېلي وو چې د اسلامي امارت وسله وال په هدف کوي. ولې امريکا او د صدر اسد مخالفه ياغي ډلې وايي د روس جنګي جهازونه د اسلامي امارت د مرکزونو په ځاېي د صدر اسد مخالفه ياغيان په هدف کوي.

په شام کې د وسله والو نوي ډلې وېلي په شام کې مسلمانان چقول کېږي. روس په سرکاري توږه اوس راغلې او امريکا او دهغوي اېتلافیان د وړاندې نه په دغه سيمه کې لګيا دي، او دمسلمانانو په ضد روان مهم د ځواب له پاره يي خصوصي دسته د جندالملاحم په نامه تياره کړې. د دغه وسله والو د يو کېدو مقصد دا دی چې په شام کې د حکومت پلوه ځواکونو او د روس د پوځونو سره سره د نړي وال اېتلاف په ضد هم بريدونه اوکړي.

رپوټونه وايي د امريکا لخوا ترهګر ګرځول شوې ډله النصره فرنټ د يوې مودې راهسې د داسې جنګي اتحاد جوړولو په تکل کې وه، او په ادليب کې د حکومتې عسکرو نه د ماتې خوړلو ورسته يي د دمشق خواو شا کې خپلې خپې ټينګول غوښتل،خو اکثره ځايي خلک وايي، د دغه وسله والو ډلو رايوځاې کېدل به ددوي دپاره ښه نه وي، يو ځايي خبريال VOA ته د نوم نه ښودلو په شرط وېلي د وسله والو دې نوي اېتلاف سره به په شام کې د حکومتي پوځونو سره په روان جنګ ښکاره اثر اوشي، چې پکې د دواړو خواو نه د اولسي زيان اندېښنې هم زياتې شوي.

دغه سيمې د کال 2014 م نه د شام پوځونو پخپله ګېره کې اخستي، چې ورسره په دغه ځاې کې د خوراکي توکو او نورو شيانو کمې راغلې دی، په دغه سيمه کې النصره فرنټ په يو بله جنګيالۍ ډله آرمي اف اسلام باندې تورونه لګوي چې د دغې بدو حالاتو نه ګټې اخلي او د شيانو بېعې هم پخپله قابو کوي او ځايي خلک بهر وتلو ته هم نه پرېږدي.

د شام پوځونه په دغه سيمه مشرقي غوطا هوايي بمبارۍ کوي خو دغه علاقو اکثره برښې د النصره فرنټ او آرمي اف اسلام په قبضه کې دي. د اسلامي رياست وسله والو مشرقي غوطا تېر کال د څه وخت دپاره نيولې وه خو نورو اسلامي جنګيالو ډلو ډېر زر د دغه ځاې نه اويستل .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG