لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد کې مدرسې د سکولونو ‌‌‌‌‌‌ډېرې شوي دي


د پاکستان پايه تخت اسلام اباد کې ترسره شوې نظر پوښتنې یا سروی ترمخه په ښار کې د سکولونو په مقابله کې دیني مدرسې دیرې دي او په دغه مدرسو کې بیا لویه شمیره د هغه دیني مدرسو ده چې غیرقانوني دي او د حکومت سره يې هیڅ معلومات نشته.

د پاکستان انګریزۍ ژبې ورځپاڼه ډان کې لیکل شوي یو رپورټ تر مخه سروی د سر ښار انتظامیي (سي ډي ای) لخوا تر سره شوی او زیاتوي په اسلام اباد کې ۳۷۴ دیني مدرسې دي ولې هم په دغه ښار کې بیا د سرکاري سکولونو شمیره ۳۴۸ ده.

سروي وايي د سرښار په سیکټر جي ۱۳ او ۱۴ کې په تیرو څلورو کالو کې یو سرکاري سکول نه دی جوړ شوی خو د ښار په بیلا بیلو سیمو کې د کال ۲۰۱۴م راهسې ډیرې نوې مدرسې جوړې شوي دي او په زیاتو دیني مدرسو د حکومت هیڅ کنټرول یا اثر رسوخ نشته.

د سي دي ای دغه سروی تر مخه د اسلام اباد په دیني مدرسو کې ۲۵۰۰۰ هلکان او جینکې دیني سبقونه وايي او په دغو کې یواځې ۱۲۰۰۰ د اسلام اباد او نور د هیواد د نورو سیمو سره تعلق لري.

د ډان ورځپاڼې تر مخه په پاکستان کې په تازو ورځو کې شوي ترهګر بریدونو وروستو د هیواد د کورنو چارو وزیر چودهري نثار علي خان په امر د دغه معلوماتو راټولولو کار پیل شوی وو او د حدف د کال ۱۹۸۰م راهسې ورځ په ورځ زیاتیدونکې غیر قانونه دیني مدرسو مخه نیول وو.

تعلم پوهه او د پیښور پوهنتون پخواني واېس چانسلر ډاکټر قبله ایاز په دغه موضوع وي او ای ډیوه ته په مرکه کې ویلي دغه زیاته شمیره د اندیښنې خبره ده او دا ښايي د پاکستان حکومت د تعلیم د پرمختیا دعوې دروغ دي. ډاکټر قبله ایاز زیاتوي:

٫٫ چې څومره زیاتې دینې مدرسې جوړیږي دومره به ترې زیات کسان راوځي، ددغه ځوانانواو جینکو بیا په ټولنه کې د کارونو روزګارونو (نوکریو) تربیت هم نه وي شوی. نو دغه کسان زیات تره نور جوماتونه او مدرسې جوړوي او په کلي محله کې خلک تقسیم شي٬٬

ډان اخبار په خپل رپورټ کې لیکلي د دغه سروی مقصد دا هم معلومول وو چې ایا دغه مدرسې په قانوني زمکه جوړې دي او که نه په زور نیول شوې زمکو جوړې دي. ډاکټر قبله ایاز وايي په مذهب کې په غیر قانوني زمکه جومات یا مدرسه جوړول ناجاېز دي. او حکومت له پکار ده د داسې مدرسو څارنه اوکړي.

په پاکستان کې د پخوا راهسې په دیني مدرسو دا تور لګي چې دوي ځوانانو سخت دریځۍ ته اړوي. د ترهګرۍ پرضد جوړې قامي تګ لارې یا نیشنل ایکشن پلان کې هم دا ویل شوي وو په ګرد هیواد کې به د دیني مدرسو شمیره معلوموي، د دوي په نصاب کې به بدلون راولي او دوي ته راتلونکې فنډونو (خیراتي پیسو) ذریعې به معلوموي.

خو تر دې مهاله په پاکستان کې د دیني مدرسو په اړه څه پرمختګ نه دی شوی. او نه هم په هیواد کې د غیر قانوني مدرسو د بندولو یا قانوني کولو په اړه څه ګامونه پورته شوي.

د پاکستان مرکزي حکومت دریځ لري د راتلونکې کال په بودیجه یا بجټ کې به په سرښار کې نور پینځه سکولونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG