لاس رسیدونکی لینک

اسلام اباد کې د داعش لګېدلی بېرغ لرې کړی شوی


پاکستاني چارواکي د ډېر وخت نه دا ادعا کوي چې په ملک کې داعش ډله په منظم ډول شتون نه لري

د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کې د نړيواله ترهګرې ډلې داعش لګېدلی بېرغ پولیسو لرې کړی دی.

د پاکستان د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې ترمخه، د اسلام اباد دکهنه پوليس تاڼې په علاقه کې په سړک دپاسه پېدل پُل باندې جوړ بِل بورډ يا اشتهاري بورډ د داعش بېرغ لگول شوی.

په ټریبیون تصویر ښايي چې په بېرغ ليکل شوي دي "خلافت راروان دی".

پوليس ويلي يو تن پولیس ته خبر ورکړو چې په شپږم روډ يې بېرغ ليدلی پوليسو بيا دغه بېرغ لرې کړو.

د کورنيو چارو مرکزي وزیر احسن اقبال د پېښې نوټس اخستی او د پوليس نه يې رپورټ غوښتی دی.

پاکستان کې دا وړومبی ځل نه دی چې د داعش بېرغ ليدل شوی دی. له دې وړاندې هم د اسلام اباد په ګډون د ملک په بېلابيلو برخو کې د داعش ليکل شوي نعرې او په ديوالونو نور ليکل هم لیدل شوي دي.

په کال ٢٠١۴ کې په ایټرنیټ یو وډیو خپور شوی و چې پکې زنانه ؤ د داعش مشر ابوبکر البغدادي د حمایت اعلان کړی و او ورته یې پاکستان ته د راتگ بلنه ورکړي وه. ویل کیږي چې دغه وډیو په اسلام آباد کې د لال مسجد سره تړلې د میرمنو دپاره د جامعه حفصه په نوم د مدرسې ذدکونکو جوړ کړی و.

دغه ډول پوليس او نورو امنيتي ادارو وخت په وخت د داعش د وسله والو دنيولو ادعاوې هم کړي دي او په خپله داعش ډلې په ملک کې د د يو شمېر ترهګرو بريدونو زمه وارۍ هم قبولې کړي دي.

خو پاکستاني چارواکي د ډېر وخت نه دا ادعا کوي چې په ملک کې داعش ډله په منظم ډول شتون نه لري.

د سږ کال د فرورۍ په مياشت کې په کرمه ايجنسۍ کې د داعش ډلې پملټونه يا پرچۍ وېشل شوې وې چې پکې د افغانستان نه وروستو په پاکستان کې د عملياتو دړکه ورکړل شوې وه.

د ۲۰۱۵کال په دسبمر کې د ملک تر ټولو غټ ښار کراچۍ پوليس ویلي ؤ د داعش دپاره د ښځو يو منظم نېټ ورک کار کوي.

د سږ کال جون په مياشت کې پوځ ادعا کړې په بلوچستان کې يې د داعش مرکز د جوړېدو نه وړاندې تباه کړی او په عملياتو کې يې د داعش د مشرانو په ګډون د ۱۲ وسله والو د وژنې ادعا کړې وه.

دغه عمليات په مستونګ سيمه کې ترسره شوي وو.

XS
SM
MD
LG