لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مذهب د سپکاوي قانون غلط کارونکو پرضد دې قانون سازي وشی: اسلام اباد هایی کورټ


اسلام اباد هايي کورټ د پاکستان د پارلیمان نه غوښتي د مذهب د سپکاوي د قانون په غلطه توګه کارونکو پرضد د سخته قانون سازي وکړي.

مطبوعات وايي د اسلام اباد هايي کورټ قاضي شوکت عزېز صدېقې د مذهب د سپکاوې په اړه یو قضېې یا کېس اورونه کې وېلې کوم تن چې د خپلو ذاتي ګټو او یا د بل چا نه بدل اخستو لپاره د مذهب د سپکاوي غلط تور لګوي هغه ته دي هم هغه شان سزا وټاکل شي څنګه چې د مذهب سپکاوي کونکي تن لپاره ټاکل شوې ده.

قاضي شوکت عزیز وړاندې ویلي چې د پېغمبر اسلام او د مقدسو هستېانو احترام د هر ېو مسلمان د اېمان لازمه برخه ده خو دا هم حقېقت دې چې پاکستان کښې دا قانون د ذاتې ګتو لپاره کاروول کېږې او عدالت دا ېو سنګېن جرم ګنړې او پارلېمان ته د ېو داسې قانون د جوړوولو سپارښتنه کوې.

پاکستان کښې ژوند کونکي د نورو مذهبونو لږګۍ په خاصه توګه د عیسایی مذهب مننونکي وايي د مذهب د سپکاوي قانون اکثره د دوي پرضد کارول کیږي او په نژدیو ورځو کې په دې کې زیاتوالی هم لیدل شوی.

تېره اونۍ د پنجاب صوبې شېخوپوره ښار کې یو عدالت د مذهب د سپکاوې په تور د احمدې اقلېت سره تعلق لرونکي درې کسانو ته د مرګ سزا اورولې ده.

پیژندلی قانون دان بېرسټر مسرور شاه وي او ای ډیوه ته وايي که داسې قانون جوړ هم شي خو عملي کول به يې ګران وي. ٫٫ د رېاست لپاره به د دې قانون عملی کول لوې ګواښ وي او د دې یو مثال د عبدالولې خان پوهنتون د مشال خان د وژنې پېښه ده. مشال خان په دروغو تورن شو او بیا مړ شو، خو چا چۍ هغه وژلی تراوسه هغه کسانو ته سزا نه ده ورکړی شوي.٬٬

ښاغلی مسرور شاه زیاتوي په پاکستان کښې چې پر چا د مذهب د سپکاوي تور اولګي نو ورته ډېر سپک کتلی کیږي او اکثره خلک بیا په خپل سر دغو ته سزا هم ورکوي. خو که بیا څوک په دروغه په چا دغه الزام ولګوي او لا ثابت شوی هم نه وي نو دغه تن د خلکو په نظر کې اتل وي.

پاکستان کښې د مذهب د سپکاوې جرم ثابېتدو په سر د مرګ ېا د عمر قېد سزا مقرره ده خو د عدالتونو لخواه په دې تور د مرګ سزا وار ېو مجرم هم له تر اوسه سزا نه ده ورکړی شوې. اکثر بیا د مذهب د سپکاوي په تور کسان د قهرجنو مظاهرچېانو د لاسه وژلی شوېدي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG