لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ممبۍ حملې کېس د مرکزي ملزم ضمانت منظور کړی شوی


ذکي الرحمان لکهوي باندې تور دی ، چې هغه د ممبۍ حملې ماسټر مائنډ ؤ ،
ذکي الرحمان لکهوي باندې تور دی ، چې هغه د ممبۍ حملې ماسټر مائنډ ؤ ،

د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کې د ترهگرۍ د مخنيوي يو عدالت د ممبۍ حملې په کېس کې د تورن مرکزي ملزم ذکي الرحمان لکهوي ضمانت منظور کړی دی .

د راپورونو ترمخه د اسلام اباد د ترهگرۍ د مخنيوي د عدالت جج کوثر عباس زېدي نن د زيارت په ورځ د ملزم ذکي الرحمان لکهوي ضمانت منظور کړی ، او ملزم ته يي د ۵ ، ۵ لکو روپو د مچلکو جمع کولو امر کړی دی .

راپورونه وايي د ملزم لکهوي د ضمانت درخواست دوه ورځې وړاندې عدالت ته ورکړی شوی ؤ ، خو د مرکزي تفتيشي ادارې (اېف ائي ای) وکيلانو يي مخالفت کړی ؤ .

د ملزم وکيل رضوان عباسي پخلی کړی دی ،چې د ملزم په ضد د ممبۍ حملې په کېس کې کوم مضبوط گواه عدالت ته نه دی وړاندې کړی شوی ، ځکه يي عدالت ضمانت منظور کړو .

خو استعاثې د ضمانت د فېصلې په ضد د اپيل کولو وئيلي دي .

ذکي الرحمان لکهوي باندې تور دی ، چې هغه د ممبۍ حملې ماسټر مائنډ ؤ ، او د ممبۍ حملې د منصوبې جوړولو په دغې کېس کې د لکهوي په گډون په اووه کسانو فرد جرم هم لگول شوی ، او ټول په د پېنډۍ په اډياله جېل کې بند دي .

وئيل کيږي د ممبۍ حملې په وخت لکهوي د لاقانونه گرځول شوې ډلې لشکرطييبه مشر ؤ په کومه ډله چې هند د ممبۍ حملې تور لگوي .

د هند په اقتصادي مرکز ممبۍ ښار کې د کال ۲۰۰۸م د نومبر د مياشتې په ۲۶ نېټه په يو ځايي څو بريدونه شوي وو ، او د ۱۵۰ نه زيات کسان پکې وژل شوي وو چې بهر ملکيان پکې هم شامل وو .

د ممبۍ په حملو کې اجمل قصا په هغه وخت ژوندی نيول شوی ؤ او د کال ۲۰۱۲م د نومبر د مياشتې په ۲۱م نېټه هند کې هغه تېزندي کړی شوی ؤ .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG