لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش- "د کتاب دښمنان"


مطبوعات د غربي هیوادونو د چارواکو په حواله وايي د یورپ او امریکا نه ٥٥٠ ځوانان او پیغلې عراق او شام ته تللې دي
مطبوعات د غربي هیوادونو د چارواکو په حواله وايي د یورپ او امریکا نه ٥٥٠ ځوانان او پیغلې عراق او شام ته تللې دي

خوا او شا ٩٥٠ کاله وړاندې په کال ١٢٥٨ عیسوي کې د عراق پایه تخت بغداد د منگول حمله ور هلاکو خان د لاسه چور شو، تاریخي ودانۍ يي ورانې شوي، دعلم مرکزونه يي وسوځول شو او کم او زیات ١٦ لکه وگړي يي وژل شو.

نن یو ځل بیا د عراق څه ښارونه چې تکریت او موسل پکې ښکاره دي د یوې نوي تباهۍ سره مخ دي. دا ځل منگول نه ولې خپله عرب او مسلمانه داعش ډله داسې کوي. د داعیش په تازه عملیاتو کې د عبادتخانو، تاریخي دوانو، قبرونو او مزارونو سره سره د علم مرکزونه هم لمنځه وړل کیږي. تیره اوونۍ داعش د موسل مرکزي لائیبریري ورانه کړې او په زرگونو کتابونه او ډیرې پخوانۍ قلمي نسخې يي سوځولې دي. د مطبوعاتو له مخه، ٨٠٠٠ کتابونه او نایابې قلمې نسخې تباه کړی شوي دي. خو د موسل د لائیبریرۍ چارواکې وايي په لائیبریرۍ کې ١١٢٧٠٩ کتابونه او نادرې نسخې وې چې امکان دی دغه ټول په ټوله تباه کړی شوي دي. یو شمیر کتابچې او نسخې د یونیسکو په ناویاته نسخو کې گڼلی کیدل.

د موسل د سرکاري لائیبریرۍ مشر مطبوعاتو ته ویلي ددغه قیمتي اساسو د سوځولو ورسته دداعش تندلارو د لائیبریرۍ ودانی په بارودو الوځولی دی. دی وايي خلکو کوښښ وکړو چې دغه ترهگره ډله ددې کار نه منع کړي خو وو نه توانیدل. عیني شاهدینو ترمخه ترهگرو د سائنس او کلتور په اړه لیکلې شوي کتابونه په یوځائې ډیری کړل او په داسې حال کې يي وسوځول چې د پوهنتون زده کونکو يي په ویره ننداره کوله. امکان دی چې د ٢٠ مې صدۍ د پیل نه خوندي شوي اخبارونه، نقشې، کتابونه او د عثمانیه دور ټولگه سوځول شوي او تباه کړی شوي ده.

د موسل د پوهنتون د تاریخ استاز وايي دغه لائیبریري په کال ١٩٢١ کې جوړه شوی وه او د نوي عراق نمائندگي يي کوله. دغه استاز وايي چې په تباه کړی شوي ځایونو کې د سني مسلمانانو لائیبریري، د عیسیانو لاطیني گرجا چې ٢٦٥ کاله زړه وه او د موسل هغه قیمتي لائیبریري چې پکې د ٥٠٠ کاله نه هم زړې علمي نسخې پرتې وي لمنځه تلي.

که یو خوا دداعش تندروه وسله وال د علم او زدکړې مرکزونه تباه کوي خو د خپلې مفکورې د خورولو دپاره د جدیدې ټیکنالوجي په استعمالولو بوخت دي. ماهرین وايی داعش په ډیره جدید طریقه د انټرنیټ د لارې په غربي نړۍ کې پیدا شوي او لوې شوې ځوانان او پیغلې هڅوي چې عراق او شام ته ورشي او ددوي قائم کړی شوي "دولت اسلامي" سره همکاري وکړي.

مطبوعات د غربي هیوادونو د چارواکو په حواله وايي د یورپ او امریکا نه ٥٥٠ ځوانان او پیغلې عراق او شام ته تللې دي. د نفسیاتو ماهرین فکر کوي په غرب کې لوې شوي ځوانان او پیغلې د نظریاتي شناخت د ستونزې سره مخ ښکاري او هم دغه سبب کیدی شي چې دداعش غوندې تندلارې او ترهگرې ډلې سره هم ملگرتیا ته غاړه کېدي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG